
په هغه چاودنه کې، چې د روسیې د پیتربورګ ښار په میترو کې شوې ده، په پایله کې ۹ تنه وژل شوي دي او ۲۰ تنه ټپیان دي.
په هغه خبر پاڼه کې، چې د روسیې د تروریزم ضد کمیټې (NAC) خپره کړې ده، راغلي دي، چې نن د مسکو په وخت په دونیمو بجو د پیتربورګ ښار میترو د دوو تمځایونو "سیننایه پلوشید" او "تیخنالوګیچېسکي انستیتوت" په منځ کې د میترو په وګون کې د یوې چاودنې له کبله ۹ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.