د مسکو کنفرانس: کابل لاتراوسه فکر کوی چی په کنفرانس کی ګډون وکړي او که نه

په مسکو کی د افغانستان په هکله د ۱۲ هیوادو په ګډون د بین المللی کنفرانس تر پیلیدو دوه اونی وخت پاته دی. په عین حال کی، یوه تر ټولو حساسه موضوع چی آیا دغه کنفرانس ته طالبان رابلل شوي او که نه، په افغاني الکتروني رسنیو کی تر تولو زیاته د بحث وړ موضوع ګرزیدلې ده
په دې هکله د پیوتر ګنچاروف تبصرې ته ستاسې پام راګرزوو.
که چیرې د afghanpaper.com افغاني سایټ د حمل د ۱۱ نیټې په خبرونو باور وکړو، د افغانستان ملي شورا لاتراوسه هم د مسکو له خوا د مسکو د ۱۲ هیوادونو په ګډون بین المللی کنفرانس ته د افغانستان د اوضاع په هکله د طالبانو د رابللو مخالفه ده او دا په خپلو کورنیو چارو کی د روسیې مداخله او طالبانو ته د خبرو د بهیر د برخه وال په توګه د قانوني دریځ د ورکولو په هکله د مسکو هڅه ګڼي. همدغه سایت لیکي، په دې اړوند افغانستان، د امریکا په شان، تراوسه د مسکو په کنفرانس کی خپل رسمي ګډون نه دی اعلان کړی. د هاملیت انګریزي نندارې په شان احساسات لیدل کیږي: ولاړ شو او که نه؟
د کابل «د ملي یووالي حکومت» د تل په شان خلک حیرانوي. د «سپوتنیک» رادیو دمخه په دې هکله خبر ورکړی وو چی طالبان کنفرانس ته نه دي رابلل شوي، ځکه چی د کوم دولت استازي نه دي. له همدې کبله په دې اړوند د هغوی ټولې اعلامیې چی هغوی، طالبان، «د مسکو بلنلیک څیړي»، — کاملاً بیځایه خبره ده.
د روسیې د بهرنیو چارو په وزات کی یې دا آوازې رد کړې او په دې هکله د هغه رسمي سایټ لیکلي دي. د هغه محتوا په خاصه توګه زموږ د اوریدونکو او لوستونکو لپاره خپروو، ترڅو هرڅه ته د پای ټکي کیښودل شي.
لومړی: د خبرو په ترځ کی به په افغانستان کی د امنیت په برخه کی اوضاع او د هغې د ودې راتلونکۍ لرلید وڅیړل شي.
د دغې غونډې اساسي موخه په هیواد کی د کابل د لارښوونکي رول او په سوله ایز ژوند کی د وسله وال اپوزیسشیون د پخوا تصویب شوو او څیړل شوو اصولو د ساتلو په شرط د ملي پخلاینې د بهیر د واحد سیمه ایز چلند طرحه کول دي.
دوهم: په مشورو کی د برخې اخیستو بلنلیکونه افغانستان، هند، ایران، چین، پاکستان، مرکزي آسیا هیوادونو او همدارنګه امریکا ته استول شوي وو. واشنګټن او د امریکا رسمي استازو اصولاً خپله علاقمندي له دغې غونډې او د دغې موضوع له بین المللی بحث سره پخپله مسکو ته څرګنده کړې وه او هغوی ته بلنلیک استول شوی وو.
د اکثریت یادو شوو هیوادونو استازو تر اوسه خپل ګډون تایید کړی. په نژدې وخت کی د مرکزي آسیا له ځینې انډیوالانو د ځواب انتظار لرو.
دریم: د مرکزي آسیا د دولتونو د پلاوو ګډون په دغو مراسمو کی ډیر مهم ګڼو. په دې هکله توافق د «مسکو د چوکاټ» د تیرې کتنې په وخت کی د فبروری په ۱۵ نیټه حاصل شوی وو.
په دې توګه، په راتلونکو خبرو کی به د افغانستان ټول ګاونډیان او د سیمې مهم دولتونه حضور ولري.
او څلورم: په مشورو کی له برخې اخیستو د واشنګټن له انکار نه تاسف کوو. امریکا — په افغاني لوري کی مهمه لوبغاړې ده او د سیمې د هیوادونو له سوله ایزو هڅو سره د هغې یوځای کیدل به له وسله والې مبارزې د لاس اخیستو او د خبرو پیلولو ته د افغان وسله وال اپوزیسیون لپاره اضافي سیګنال ګرزیدلی وو.
دلته بله خبر د تعجب وړ ده. اصلاً، د خبرو د پروسې د برخه وال په توګه د طالبانو د «قانوني کولو» مفکوره، بله چا نه، بلکی پخپله د افغانستان پارلمان راپورته کړې. په یوه غونډه کی داسې نظر څرګند شوی وو چی مسکو که چیرې وغواړي، کولۍ شي، طالبان کنفرانس ته « د شخړې د یوه لوري په توګه» راوبولي او دا لاره د قانونیت او د لانجې د حل له نظره بشپړ لرلید لري.
خو اوس پارلمان د «خپل نظر» نه د «ویرې» لپاره پلمه جوړوي.
او اوس ځو رقمونو ته پاملرنه راګرزوو. روسیه په روان کال کی افغانستان ته ۳۵۰ تحصیلي بورسونه ورکوي. د لنډې مودې په کورسونو کی د افغانستان د دفاع د وزارت د ۳۵ منسوبینو زده کړه پلان شوې ده. د روسیې د کورنیو چارو وزارت کابل ته ۱۸۵ بورسونه ورکړي دي. دا پر ۳۰۰ ملکی بورسونو سربیره په پام کی نیول شوي دي. مجموعاً په ۲۰۱۷ کال کی ۶۵۰ بورسونه ورکول کیږي.
د افغان پوله ساتونکو لپاره ځانګړې سمیه ریزرف شوې ده. د هغوی له جملې ۵۶ د لنډې مودې په کورسونو او ۲۰ کسه نور — د لوړو زده کړو له پروګرام نه ګټه اخیستی شي. د نیشه یی موادو سره د مبارزې د پولیسو لپاره هم ورته پروګرامونه طرحه کیږي.
ووایۍ دا ارقام د څه لپاره؟ په څرګنده د دې لپاره، ترڅو یو ځل بیا دا پوښتنه وړاندې شي چی د روسې په پته طالبانو ته د وسلو او پیسو د ورکولو په هکله تورنه تر کومه حده برحق دي. او دوهم دا چی — په مسکو کی به بیله هرډول شکه، افغان لوری روسیې ته د خپلو ټولو ویرو، بدګمانیو، شکونو او داسې نورو د څرګندولو امکان ولري.