د غني او حکمتیار لیدنه به پر روان وضعیت اغیزه و کړي؟

حزب اسلامي له روان وضعیت د راوتو لپاره د ملي اجماع رابلل غوره لار بولي او حکمتیار به له ولسمشرغني سره پرې وغږیږي.
سرچینه وایي، له روان وضعیت د وتلو لپاره یوازینۍ لار د ملي اجماع رابلل دي او حکمتیار به له ولسمشر سره په لیدنه کي یاده موضوع مطرح کړي.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي هم وایې، چي په نږدې ورځو کي به حکمتیار له ولسمشرغني سره پر مهمو مسایلو خبرې ولري.
ددغه ګوند ویاند قریب الرحمن سعید وایي، چي د هېواد دثبات لپاره به د سته نظام ملاتړ او پیاوړتیا ته ادامه ورکوي او هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چي د نظام د زیانمنولو کوښښ وکړي.
ددغه حزب مشر ګلبدین حکمتیار تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کي ویلي و، چي د نظام ملاتړ ته به ادامه ورکوي او د اصلاح لپاره به یې هڅې کوي.