د عبدالله ځواب به عطامحمد نور ته څه وي؟

د عطامحمد نور په خبره، له عبدالله سره د خبرو لپاره هم يو لس کسيز پلاوی ټاکل سوی، څو ترې وپوښتي چي وروستيو پېښو ته په پام له دوی سره دريږي او که د هغو کسانو تر څنګ پاتې کيږي، چي بې ګناه خلک يې په ګوليو وويشتل.
همدارنګه د اسلامي جميعت ګوند د مذاکراتو لپاره د ارګ بلنه رد کړې ده.
د جميعت اسلامي ګوند اجرايي مشر عطامحمد نور پر خپله فسبوک پاڼه ليکلي، چي جميعت ګوند پرون د سالم ايزديار د جنازي په مراسمو کي تر چاودنو وروسته فوق العاده غونډه کړې ده.
نور ويلي، د غونډې په پيل کي د پېښې په اړه له ارګ سره د مذاکراتو بلنه رد شوه.
سرچينې ويلي، د جميعت اسلامي ګوند رهبري پلاوی خپل مسئوليت ګڼي، چي په دې شرايطو کي د خپلو خلکو تر څنګ ودريږي.
دا په داسې حال کي ده، چي د جمعې په ورځ يو شمېر مغرضو کړيو د خلکو لاريون په لوی لاس په تاوتريخوالي واړاوه او د همدې تاوتريخوالي په پايله کي د مشرانو جرګې د مرستيال محمدعلم ايزديار د زوی په ګډون پنځه تنه ووژل سول.
د ايزديار د زوی د جنازې په مراسمو کي پرون بيا درې ځانمرګي بريدونه وشول، چي ۱۱۵ تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله.