پخواني ولسمشر: بهرنۍ کړۍ افغانانو ته دسېسې جوړوي

د افغانستان پخواني ولسمشر وایي، چي په افغانستان کي بهرنۍ کړۍ کار کوي، افغانانو ته دسېسې جوړوي، خلک د یو بل پر وړاندې دروي او غواړي د خپلو وحشتونو د پټولو لپاره د ولس ذهنونه بل لوري ته واړوي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د خلکو د بریا یوازینۍ لار په یووالي او اتفاق کي ده.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره د تېرې ورځې د لاریون په اړه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي لاریون د افغانانو قانوني حق ګڼلی، خو تر څنګ یې پولیس د خلکو د سر او مال ساتونکي بللي دي.
هغه په پروني لاریون کي د وژل سوو او ټپیانو په تړاو خفګان څرګند کړی او زیاته کړې یې ده، چي ولس دې سره یو ځای سي او د یووالي پر مټ دې خپلې مشروع غوښتنې مطرح کړي.
د حامد کرزي په وینا د ټولو ستونزو د حل لار یوازې مذاکرات او خبرې دي نه خشونت او تاوتریخوالی.