د پاکستان لوی درستیز لندن ته رسيدلی

د پاکستان لوی درستيز جنرال قمر الدين باجوه، چې  ۴ میاشتې مخکې يې دنده تر لاسه کړه، په دې موده کې يې څلور سفرونه تر سره کړي او اوس لندن ته رسيدلی.
د پاکستان پوځ لخوا په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي، چې باجوه تيره ورځ لندن ته د يوه درې ورځني سفر په موخه تللی او هلته به د بریتانیا له سیاسي او پوځي لوړپوړو چارواکو سره وګوري.
د دې ليدنې د اجندا په هکله سرچينې څه ندي په ډاګه کړې، خو دوه اونۍ مخکې د بریتانیا د کورنيو چارو وزيره امبر راد پاکستان ته سفر درلود.