
په کابل کې د امریکا سفارت خبر ورکړی دی چې د دغه سفارت شپږ تنه کارکوونکي یې په دې تور له دندې ګوښه کړي دي چې له ځانه سره مخدره توکي درلودل.
د امریکا سفارت یوه ویاند ویلي دي چې دغه مواد غیر قانوني مخدره مواد نه وو بلکه له قانوي مخدره موادو څخه یې غیر قانوني استفاده کوله.
ویاند کوپر نتان ویلي دي چې په دې اړه پلټنې روانې دي او یاده موضوع په جدي توګه تعقیبوي.
سفارت د یادو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی او نه یې هم د نوموړو مخدره موادو څرنګوالی په ګوته کړی.