د عراق حزب الله امریکا ته ګواښ کړی دی

د عراق حزب الله ډلې په موصل کې میشتو امریکايي ځواکونو ته ګواښ کړی دی چې که له داعش څخه د موصل تر نیولو وروسته له عراقه ونه وزي نو دوی به یې پر وړاندې جګړه پیل کړي.
د عراق د حزب الله نظامي برخې ویاند ویلي دي چې امریکا غواړي په عراق کې د پاتې کیدلو لپاره بهانه پیدا کړي.
نوموړي خبر ورکړی دی چې د دوی ځواکونه د عراق دویم ځل اشغال پر وړاندې کاملا اماده دي.
حسیني ویلي دي چې په عراق کې د امریکا هر ډول نظامي حضور د دغه هیواد اشغال دی او دوی به یې اجازه ورنکړي.