
د عراق د دولتي تلويزيون د رېپوټ له مخې، د داعش وسله والې ډلې د مشر ابوبکر بغدادي مرستیال ایاد الجمیلي په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
د الجمیلي د مرګ خبر د عراق دولتي تلوېزیون، امنيتي چاروکو له قوله خپور کړی او زياته کړې، چې الجمیلي د القیم په سیمه کې وژل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، د بغدادي دغه مرستیال په یاده سیمه کې له خپلو ملګرو سره یو ځای تر هوايي برید لاندې راغی او وژل شوی دی.
سرچينې ویلي «زموږ هوایي قواوو په القیم کې د داعش په یو مرکز باندي بمباري وکړه چې پکې د داعش دوهم مهم مشر ایادالجمیلي ووژل شو، د هغه برسیره په دغه حمله کې ابو یحیی چې د داعش وزیر وو هم وژل شوی.»
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.