ولسمشر ته!

په چیغو نه جوړیږي
 
پاچا سلامت!
که مې دسر امن وي
نو یوه  هیله لرم
وطن دلوې بیخي لوې بلا خوله کې پروت دی
ددې بلا زهرو کې
زما ولس پښې لاس تړلی پروت دی
***
پاچا سلامت !
ته خو پوهیږې کنه
چې دې وطن کې قاتل څوک دی او مقتول څوک دی
په دې وطن کې جابر څوک دی او مجبور څوک دی
په دې وطن کې بااصول څوک  بې اصول څوک
په دې وطن کې د غمیو په خورجینو باندې ناست څوک دی
په دې وطن کې په ایرو  خاورو سپیره څوک دی
او لنډه دا پخپله ښه پوهیږې
چې بالاخره څوک څوک دی او څوک څوک دی
***






پاچا سلامت !
که مې د سر امن  وي هیله کوم
ته خوپوهیږې کنه
چې خلک له لوږې نه درګرده اولادونه پلوري
ته خوپوهیږې کنه
چې د بمونو د ناداب په لاسو
زمونږه غوښې د پنبې غوندې نڅاوې کوي
ته خو پوهیږې کنه
چې د پردیو دریابي ژویو تیرو داړو کې
زمونږ د خویندو ، میندو،   ګل ګل ماشومانو
او ځوانانو مسافرې تنې
ریښې ریښې ښخې دي
ته خو پوهیږې کنه
چې مونږ نړۍ کې د فاسدو په نامې مشهور
همداسې نورو ډیرو سترو بدبختیو پښو کې
مونږ لکه دال پراته یو
***
 
نو پاچا سلامت !
که مې د سر امن وي هیله کوم
چې دا وطن په یوه نه بلکې په ټول جوړیږي
دغه وطن مې په قوي غزم قوي اراده
د ښو او بدو په میزان په قوي تول جوړیږي
***



نو پاچا سلامت !
که مې د سر امن وي هیله کوم
په احساساتو باندې نه جوړیږي
په غصې نه جوړیږي
په چیغو نه جوړیږي
ددې لپاره یو ژور فکر تدبیر پکار دی
ددې لپاره ددې ټول ولس کړۍ کړۍ ځنځیر پکار دی
سیدجیلاني جلان
   کابل
۱۰ کب ۱۳۹۶