
د افغانستان د ولسي جرګې غړی او د ملي کنګرې حزب مشر لطیف پدرام چې په تعصب کې پیژندل شوی شخص دی پرون شنبه په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې ډیورنډ پوله د افغانستان او پاکستان تر مینځ رسمي سرحد دی.
نوموړي اعلان کړه چې د ده د ګوند لپاره دا پوله رسمیت لري، افغانستان او پاکستان باید یو اوبل ته درناوی ولري او د یو بل په داخلي چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
خو د افغانستان د سرحدونو چارو وزارت د دې خبرو په غبرګون کې ویلي دي چې د افغانستان له ملت څخه پرته نور هیڅوک د دې حق نه لري چې د ډیورنډ د لیکې په اړه خبرې وکړي.
له بلې خوا د ملي شورا ځینو غړو هم څرګنده کړې چې حتی څوک حق نه لري د ډیورنډ د رسمیت په اړه شخصي څرګندونې وکړي.
له بلې خوا لطیف پدارم پر هند تور لګولی دی چې د طالبانو له ځینو ډلو ملاتړ کوي.
نوموړي اسلامي او هندي افراطیت په نوم پدیده خطرناکه وبلله او ویې ویل چې هند نه غواړي د افغانستان او پاکستان تر مینځ کړکیچونه پای ته ورسیږي.
د ولسي جرګې ځینې وکیلان د چارو کار پوهان وايي څوک چې داسې څرګندونې کوي هغو خرڅ شوي خلک دي او د ځینو معاملو له لارې داسې حرکات تر سره کوي.
لطیف پدرام ځلونه د افغانستان ملي او اسلامي ارزښتونو ته په یو نه یو ډول سپکاوی کړی دی خو دولت یې تر اوسه پر وړاندې چوپه خوله دی.