
د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس په افغانستان کې د روسیې له مداخلاتو او له طالبانو سره د دوی له اړیکو اندیښنه څرګنده کړې.
نوموړي چې په لندن کې یې خبرې کولې ویلي دي: موږ له طالبانو سره د روسیې د اړیکو شاهدان یو، خو نه غواړم ووایم چط روسیه له طالبانو سره پوځي او د وسلو مرستې کوي خو په هغه هیواد کې د روسیې فعالیتونه د امریکا لپاره د اندیښنې وړ دي.
له دې مخکې یوه امریکایي جنرال روسیه د طالبانو په اکمال او تجهیز تورنه کړې وه چې د روسیې له خوا یاد تورونه په کلکه رد شوي وو.
روسیه وايي چې له طالبانو سره یې اړیکې په افغانستان کې د سولې خبرو اترو لپاره دي.