
د هندوستان په لویدیځ ولایت ګجرات کې د یاد ایالت یوې قانون سازې ټولنې داسې لایحه تصویب کړې ده چې له امله یې د غواګانو قاتلینو د بند موده له اوو کلونو څخه په عمري بند واوښته.
د ګجرات محلي حکومت د دغو تغیراتو پر بنسټ د غواګانو د حفاظت لپاره لوړې نقدي جریمې او د هغو وسایطو د د نیولو هم ویل شوي دي چې غواوې انتقالوي.
د هند په ځینو مذهبونو کې غواګانې د خدایانو له ډولونو څخه شمیرل کیږي چې د تبرک په سترګه ورته کتل کیږي، په داسې حال کې چې هند د ګڼو مسلمانانو هستوګنځی هم دی چې د غواګانو غوښو ته اړتیا لري.