
د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون ورور کیم جونګ نام مړی شمالي کوریا ته انتقال شو.
نوموړی چې څه موده مخکې د مالیزیا په مرکز کولالامپور کې وژل شوی و تازه یې جسد خپل هیواد ته یووړل شو.
دا خبر د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت رسمي استازي په یوه جلسه کې ورکړ، نوموړي ویلي چې په دې اړه چین هم لازمې مرستې کړي دي.