
په وروستیو وختونو کې د پاکستان د بشري حقوقو خپلواک غیر حکومتي کمیسیون د امنیتي ځواکونو له خوا د پښتنو پر ځورولو نیوکه کړې او هغه یې غندلې ده.
پاکستان ادعا کوي چې د افغانستان له پښتون میشته سیمو څخه ترهګر دې هیواد ته د بریدونو ترسره کولو لپاره راځي. افغانستان هم له ډیر وخت راهیسې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ترهګرو ځالو د شتون ادعا کوي.
د « FRIDE Times » ورځپاڼې ویلي چې د پنجاب پولیسو له خلکو څخه غوښتې دي چې د هر ډول مشکوکو فعالیتونو په اړه رپوټونه ورکړي په پنجاب کې له سوداګرو څخه غوښتل شوي چې د هغو پښتونو نوملړونه چې له دوی سره کار کوي جوړ کړي او بیا یې د پولیسو نیږدې پوستې ته وسپارې چې د ترهګرې له مخنیوي سره مرسته وشي. باید وویل شي چې له پښتنو سره دا ډول توپیري چلند د ترهګرو په ګټه دي.