
په ملګرو ملتونو کې د امریکې استازې نیکي هیلي ویلي دي چې د سوریې د کرکیچ په اړه نور د امریکا لومړیتوب د بشار اسد ګوښه کیدل نه دي.
نوموړې پرون خبریالانو ته ویلي دي چې د ټرمپ دولت د اوباما په څیر په سوریه کې د بشار اسد پر ګوښه کیدو تمرکز نه کوي، بلکه دوی غواړي چې څه ډول د سوریې مشکل حل کړي او له چا سره په دې اړه خبرې وکړي.
په داسې حال کې چې د سوریې جګړه اووم کال ته داخله شوه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن هم ویلي وو د بشار اسد په اړه پریکړه د سوریې د خلکو کار دی.
د سوري دولت مخالفینو د امریکې په یادو څرګندونو خواشیني ښودلې ده.