
د امريکا د بهرنیو چارو وزیر رکس تیلرسون ټينګار کړی، چې د سوريې د جمهور رييس بشار اسد برخليک به د سوريې خلک ټاکي.
نوموړي تیره ورځ په ترکيې کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل: «زما په اند په اوږده موده کې به د سوريې خلک د بشار اسد برخلیک وټاکي».
د یادونې ده، چې د اوباما د واکمنۍ پر مهال امريکا پر دې زیات ټیګار کولو، چې بشار اسد دې ګوښه شي. وروسته له هغې چې روسيې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې په سوريې کې پوځي عملیات پيل کړل، د سوريې دولتي ځواک بیرته پياوړی شو او زیاتې سيمې يې بيرته ونيولې.
له ۲۰۱۶ ز کال کې راهيسې د سوريې د کړکيچ د حل لپاره خبرې اترې پيل شوې او هڅه کیده، چې اسد له واک نه ګوښه کړل شي، خو مذاکرات پايلې ته و نه رسیدل.