بې باوره ژوند؛ ترخې پايلې!

باور ترلاسه کول او بايلل دواړه په ټولنيز ژوند کې د پام وړ ځای لري، خو د باور تر لاسه کول تر بايللو ډير ډير ستونزمن کار دی، په انساني ټولنه کې ژوند کول او روڼ پاتې کيدل پراخ باور ته اړتيا لري، بې باوره ژوند په ټولنه کې نه يوازې ستونزمن، بلکې ناممکن دی، ځکه ټولنيز ژوند د همدې له پاره وي، چې انسانان پکې يو بل سره د زندګۍ په ټولو اړخونو کې تعامل وکړي، ناسته ولاړه وکړي، راکړه ورکړه وکړي، خو که يو څوک بې باوره شو، نو بيا په ټولنه کې ورسره د خلکو ټولنيزي اړيکې پرې کيږي، چې همدغه پريکون د ژوند نه، د ټولنيزتوب او اجتماعيت ځانګړنه سلبوي او په همدې سره ټولنيز ژوند خپل ماهيت د لاسه ورکوي او د ژوند رنګ او خوند په مطلقه توګه بدليږي.
باور تر لاسه کول او بايلل، دواړه د انسان واک او ارادې پورې ټړلي ټولنيز ارزښتونه دي، بايلل يې هم ستا په واک کې دي او ساتل يې هم؛ ډیری خلک د ټولنيز ژوند په چوپړ کې دې ته پام نه کوي، چې څنګه د خلکو په وړاندې خپل باور وساتي، اوسنی ټولنيز ژوند په ټولو ځايونو کې داسې جوړ شوی، چې خلک د يو بل کړنو ته ځير دي، هر ووړ او ستر کار تلل کيږي، کړنې څارل کيږي، که خپل چاپيريال کې د خپل ټولنيز ژوند په چارو کې بې باکه ګام پورته شي نو د همدغې بې باکۍ پايله د ټولنيز باور په سلب کيدو منتج شي، چې په نتيجه کې يې د انسان ژوند د مرګ تر شيبې پورې تريخ او پيکه وي.  
       د بې باورۍ د رامنځ ته کيدو ستونزه د نورو قومونو په پرتله په افغاني ټولنه کې زياته باريکي لري، دلته که يو څوک يو ځل خام شو نو بيا دې خدای مل شي، بيرته پخيدل يې پيړۍ نيسي؛ د دې يو لوی لامل دادی، چې د خلکو ذهنيتونه په عموم کې د يو بل په اړه روغ نه دي، د يو بل په راپرځولو او منفي رقابتونو کې ښکيل وي، ځکه خو په داسې ټولنه کې وړوکی جرم او ان تيروتنه د انسان د بې باورۍ سبب ګرځي نو اړينه ده، چې دغسې ټولنه کې خپلو کړو وړو ته د نورو ټولنو په پرتله ډير زيات پام وشي.
په ټولنه کې د خلکو په وړاندې باور او اعتماد لرل اړين دي، له دې پرته ژوند ناشونی دی، ځکه د انسان فطرت داسې جوړ شوی، چې له خپلې ټولنې د متقابل احترام تمه لري او بايد په ټولنه کې متقابل احترام موجود وي، خو کله چې د يو انسان باور زيانمن شي نو په ټولنه کې د متقابل قدر او درناوي نه غورځيږي او د نورو په وړاندې لويدلی معرفي کيږي.
د بې باورۍ د لمنځه وړل په ټوله کې د هر کشر او مشر دپاره لازمي دي، په تېره د جومات امام، د ټولګي معلم او د ولس سپين ږيري ته خو نهايت زيات اړين دي، چې باور او اعتماد ساتلو ته ځانګړی التزام وکړي، ځکه دوي د ټولنې له اهمو عناصرو څخه دي، که د دوي په ژوند او کړنو کې بې باوري راولاړه شوه، نو د دوي د بې باورۍ له غمه به لويه ټولنه کې ژوند ستونزمن شي. 
نو مخکې له دې، چې بې باوره شئ، د باوري پاتې کيدو لپاره محتاط اوسيږئ!