لمړۍ مرحله کې د کتاب خلاصول او پيلول د زهرو ګوټ وي. په هېڅ ډول ورته سړی نه برابريږي، چې پيل وکړي، خو ضرورت دی بايد پيل شي. ځکه مرض لپاره درمل بايد وخوړل شي، جهالت ډير ناوړه مرض دی، بايد رغونې لپاره يې مطالعه د درمل په توګه وکارول سي. لمړۍ مرحله کې مطالعې ته ننوتل لکه کړاو ته غيږ ورکول دي، دا کار درته له توان پورته ښکاري، ذهن دې له ورايه ماتې منلې وي، پر ځان بې باوره يې، ګومان کوې چې زه يې نه شم کولی؛ دلته بريمن هغه څوک دی چې دې حالت سره درې مياشتې مقاومت او مبارزه وکړي.
- دويمه مرحله کې د لوستونکي او کتاب ترمنځ د يارانې نازک تارونه غځيدلې وي، خو دومره ډېر مضبوط نه يې، کله ناکله يې ناڅاپه له کتاب زړه تور سی، منځ منځ کې کتاب او لوستونکی يو بل نه مرور سي، لوستونکي باندې د لمړۍ مرحلې څپه راشي خو د لته لږ مقاومت په کار دی. دلته ستونزه دا وي، چې لوستونکی پوره اخذ نه شي کولی، د مطالعې وروسته ترې ټول مفاهيم شيندلي او ورک وي، نه پوهيږي چې څه يې ولوستل؛ کتاب سره د تړاو لار يې موندلې وي خو دې ته انديښمن وي، چې څه يې نه زده کيږي. دې مرحله کې بيا هم اړينه ده، چې درې مياشتې مبارزه او استقامت وشي.
- دريمه مرحله کې لوستونکی يوې بلې نړۍ ته ورداخليږي، کله نا کله ورته کتاب موسک شي، دی ورته هم موسکی شي، د لوستلو پر وخت متاثر شي، خفه شي، خوشاله شي، ځينې کرښو ته وخاندي او ځينو ته اوښکې توی کړي، د دواړو يارانه پخيدو ته نږدې کيږي، له کتاب پرته ورته ځان بې روحه ښکاري، دلته يې نور کتاب ته زړه نه تنګيږي او نه ستړی کيږي، خو ستونزه يې دا وي، چې لوستل شوي مفاهيم په خپل تعبیر چاته نه شي کيسه کولی، مجالسو او بنډارونو کې پرې رغنده استدلال نه شي کولی؛ دلته بايد يو ځل بيا درې مياشتې مقاوت وکړي او حوصله لوړه وساتي.
- څلورمه مرحله، چې د ملکې په نوم ياديږي وروستی مرحله ده. دلته نو د لوستونکي او کتاب مينه او يارانه دومره پياوړې شوې وي، چې په منځ کې يې بل هېڅوک نه ځايېږي. يادې درې مرحله يېزې ستونزې دلته ټولې له منځه ځي، مطالعه پر يو مضبوط او نه بدليدونکو عادت اوړي، لوستل شوي مفاهيم ټول ذهن کې راڼه او شفاف ځای نيسي، دلته اوس د مطالعې پر مټ هر ځای او هر چيرته استدلال کولی شې، نورو ته يې په سمه توګه وړاندې کولی شې، د مطالعې د دغه اوږد سفر اثرات ستا په ژوند، کړو وړو او تعاملاتو کې د لمر په څېر ځليږي؛ دلته نو بيا د انسان ژوند چورلټ اوړي، لوی انقلاب پکې رامنځ ته کيږي او ورځ تر بلې د کمال حد ته نږدې کيږي.