ويناوالۍ سره مينه زياته شوې، ورځ تر بلې ځوان کهول هڅه کوي، چې د خپلې وينا هنر وروزي دغه وړتيا ځان کې د کمال تر بريده وپالي. چاره نشته بايد هر انسان خپل ځان کې د وينا موهبه راويښه کړي او پر کار يې واچوي، ځکه د انسان ټول ژوند د ژبې پر مټ راڅرخي، که ژبه ګونګه شي او غږونه خپ شي نو د انساني او ټولنيز ژوند ارزښت او ماهيت له منځه ځي.
دا دنياګۍ يو سټيج دی، هر څوک راځي څو شيبې غږيږي او بېرته ځي، خو ځينې بيا پر دې سټيج د راښکاره کيدو ډاريږي او نه شي کولی، چې د خلکو په وړاندې مخاطب شي؛ دا نوم ورکي او ناپيژانده کسان دي، نه يې په ژوند څوک پوهيږي او نه يې له مرګ څوک خبريږي.
ولې؟!
په ځينو کسانو، چې د وينا لپاره غږ وشي زړه يې درزا پيل کړي، اوتر او بې واره شي، خبرې ترې ورکې او ژبه يې درنه شي، د سټيج پر لور يې قدمونه ولړزيږي، داسې کيفيت پرې راشي، چې ځان ورته بې واکه او ذهن يې پاشلی ښکاري... دا حالت يې د دې باعث شي، چې له وينا ډډه وکړي او بيا تر پايه سټيج ته د وينا په موخه نه راپورته کيږي.
ستونزه چېرته ده؟!
دا کيفيت يوازې پر تا نه راځي د نړۍ وتلي او مخکښ ويناوال که وپوښتې پر هغوی هم د وينا له پيليدا وړاندې دا ډول کيفيت راځي خو هغوی ورته نه تسلميږي او په وړاندې يې مقاومت کوي، دا حالت د څو ثانيو لپاره وي، د وينا له پيل څو ټکي وروسته دا ډول حالت په تدريجي توګه بېرته نارمل وضعيت باندې بدليږي ان تر دې، چې له خپلې وينا بيا خوند او لذت اخلې.
زه له پنځم ټولګي بيا د پوهنتون تر ورستۍ مرحلې پورې د ژوند مختلفو پړاوونو کې رنګارنګ سټېجونو ته پورته شوی یم، په هر ځل پورته کيدو مې د زړه درزا او ويره احساس کړې، خو وروسته بېرته نارمل حالت ته راګرځيدلی يم.
په دې اړه مې وتلي ويناوال او ان هنرمندان پوښتلي، ټولو راته ويلي، چې په لمړي سر کې ورسره د زړه درزا او د ويرې احساس وي، خو ورو ورو عادي حالت ته راکوزيږي.
که غواړئ، چې د زړه درزا کابو کړئ او د وينا پر مهال درباندې څوک پوهه نه شي، چې ګوندې تر تاثير لاندې راغلی يې نو لاندې څو ټکي پام کې ونيسئ:
• کله چې بلنه درکړل شي، نو د سټېج پر لور غښتلي او ژوندي ګامونه واخلئ.
• سټيج ته تر رارسيدو د مخه څوـ څو وارې اوږده ساه راکاږئ.
• د رسمي خبرو تر پيليدا وړاندې ټوکه وکړئ او يا لږ تر لږه يوه يا دوه کليمې ازادې خبرې تبادله کړئ (پخوانی ولسمشر حامد کرزی همېش خپلو خبرو کې له دې تکتيک نه کار اخلي). د دې ګټه دا وي، چې ويره او د زړه درزا له دې سره ختميږي او اصلي موضوع ته په حوصله او ډاډه زړه ورداخلېږې.
• هڅه وکړئ، چې په ژوندي او ويښ غږ د خپلې وينا لمړۍ برخه پيل کړئ، څومره چې غږ ويښ او ژوندی وي په هماغومره اندازه ويره او د زړه درزا کابو کيږي (د متحده ايالاتو پخوانی ولسمشر بارک اوباما د خپلې وينا پر مهال دې ټکي ته ډير پام کوي، ځکه خو يې تر پايه وينا ډيره جالبه او زړه راښکوونکي وي؛ هېڅ د تاثير او زړه درزا نښې پرې نه ښکاري).
• تر هغې، چې دې خبرې نه يې پيل کړي مخاطبينو سره سترګې مه جنګوه؛ لمړی خبرې په لوړ غږ پيل کړه او بيا وروسته په اوريدونکو کې سترګې ورخښې کړه. که تر پيليدا وړاندې ستا سترګې په داسې چا ولګيږي، چې درته ډير مهم او ستر شخصيت وي، نو زړه درزا نوره هم زياتيږي او تر تاثير لاندې راځې.
• کله چې سټېج تر شا راپورته شوې نو ستونی مه تازه کوه، مايک کې (پوکی) مه کوه، ډير وخت چوپ مه پاتې کيږه؛ وار د واره په خبرو پيل وکړه. د اوريدونکو په وړاندې ستونی تازه کول، لاوډ سپيکر کې پوکی کول او څو شيبې چوپ پاتې کيدل له يوې خوا پر شخصيت بد اغيز پاشي او له بل اړخه ستا اضطراب او زړه درزا ورسره نوره هم زياتيږي.
• د خبرو پيل له يو بل عمل او حرکت سره يو ځای وکړئ. د بېلګې په توګه: د جيب نه د کاغذ راويستلو په دوران کې خپلې خبرې پيل کړه، مبايل له جېب راوباسه، صامت يې کړه او د سټېج پر سر يې کېده خو؛ په همدې دوران کې وينا هم پيل کړه. دا چاره هم د دې لامل کيږي، چې شته اضطراب او زړه درزا دې راکابو کړي او يا لږ ترلږه څوک درباندې پوه نه شي، چې تا تاثير لاندې راغلی يې.
وروستي