له واده وروسته کورنی ژوند

 
فرد، کورنۍ، ټولنه او نظام يو بل پورې تړلي دي. ځنځيري بڼه لري، که فرد جوړ شي کورنۍ جوړيږي او له کورنۍ ټولنه او له ټولنې بيا بالاخره پر نظام مثبت اغيز پاشي.
زموږ د ټولنې دود له نورو توپير لري، دلته کورنی جوړښت او کورنۍ اړيکې بل ډول دي، مور او پلار ځانګړی ځای لري، ورور و زوی او خور و لور هم جلا جلا ځايونه لري.
دلته زما بحث پر هغه زلمی دی، چې له مجردۍ وروسته يو بل جلا پړاو ته داخليږي، واده وروسته له دغې ځلمي د کورنۍ توقعات او هيلې له هغو سره توپير لري، چې پخوا ترې کيدلې، زموږ ټولنه کې تر واده وړاندې زامن مور و پلار او خويندو باندې ډير خواږه وي، مور پرې ډيره زهيره وي او خويندې پرې د بل هر چا زياتې ټپريږي او نازيږي، خو له واده وروسته دا ګراف لږ رالويږي، هيلې او غوښتنې برعکس کېږي، که پخوا درنه مور په لويو لويو تيروتنو نه خفه کيدله اوس درنه په کوچنی تيروتنه هم خفه کيږی، ان کله ناکله به ته په خپله تيروتنه پوه نه يې خو د مورکۍ به درنه زړه بد وي، خويندې درسره هم په نري تار تړل کيږي، که پخوا درنه په ښکنځلو نه خفه کيدې اوس درنه په تريو تندې هم زړه بدې کيږي او ناراضه کيږي، له بل اړخه د مور لويه غوښتنه درنه دا يې، چې د هغې لوڼو ته زيات پام وکړې، په غم او ښادۍ کې يې په ياد ولرې او د خوشاله ساتلو کوښښ يې وکړې.
شايد د دغه ژور بدلون يو لامل دا يې، چې زوی د واده تر شپې د مور په غيږ کې او د خويندو د پراخ خدمت په لمنه کې تر دې ځايه رارسيدلی وي، هر ډول ناز او امر يې په ورين تندي منل شوی وي، ان تر دې چې د خوراک او لباس په برخه کې ورسره امتيازي چلند شوی يې؛ نو د مور او خويندو زړونه او فکر دا نه شي تحمل کولی، چې ته يو دم له هغوی بېل شې او د بل چا په غيږ کې ورولېږې، هم او غم دې بيا هماغه نوې ميلمنه وي، توجه دې همهغې ته وي او بس.
بايد زوی دې ټکو ته ډير پام وکړي، کله نا کله داسې کيږي، چې زوی سره له واده وروسته د کورنۍ غړو بدل چلند هغه ته ان رواني تکليف وزيږوي، ځکه هغه يا دې ته چمتو نه يې او يا لږ تر لږه چا پوهه کړی نه يې، چې جنابه!! له واده وروسته ماحول او وضعيت تغير کوي.
پای؛ دوه مشورې:
ـ کورنۍ غړي بايد تر هغې، چې د واده شوي زلمي کال پوره کيږي ګذاره وکړي، وخت نا وخت يې خپلو تيروتنو ته متوجه کړي، که په دې موده کې زياته پاملرنه خپلې ميرمنې ته کوي بايد ګرم نه شي، نه ترې ګيله وشي، کوچنی خبرې شاته وغورځوي، د زوی اينګور/ ورور او وريندار قدر او درناوی وشي، توقعات او هيلې ترې ټولې په يو ځل ونه شي، تر هغې چې بلديږي بايد انتظار ورته وشي.
مور و پلار بايد زوی ته دا حس ورنکړي، چې ګوندې ته له موږ پردی يې يا ترې په هره تيروتنه ځانونه مرور کړي، دا حالت د زوی په رواني رنځ او ان په ليونتوب منتج کيږي.
بل د مور او ښځې سره د زوی مينه توپير لري، دا يوه طبيعي مينه ده يو د بل ځای نه شي نيولی، کومه مينه چې له ښځې سره کيږي د هغې د عواطفو سرچينه له هغې مينې سره توپير لري، چې له مور سره کيږي او همداسې د کورنۍ نور غړي هم درواخله، بايد کورنۍ دې ټکو ته پام وکړي؛ ښځې سره د زوی مينه يو طبيعي حالت دی !!!
ـ زوی ته لازم دي، چې د کورنۍ ټول وضعيت په تيوري بڼه له ځان سره ثبت کړي، فکرا او ذهنا ورته تيار وي، هغو ټکو ته بايد متوجه وي، چې د کورنۍ د خفګان لامل کيږي.
ټول وخت يو اړخ ته ورنکړي، کله نا کله وخت نا وخت د کور نورو غړو سره د پخوا په څير د ماحول جوړولو هڅه بايد وکړي، کوشش وکړي، چې کورنۍ غړي خپل څنګ کې راټول او څو شيبې ورسره وخاندي.
مور او خويندو ته د هغوی د خوشالۍ په هيله يوه خيالي دنيا بايد جوړه شي، تر څو هغوی دا ومني، چې د زوی خواخوږي او رابطه زموږ سره شته.
زوی بايد خپلې خويندې او مور د خپلې ښځې په وړاندې تحقير نه کړي او نه بايد داسې کړنه وکړي، چې خدای مه کړه د هغوی د سپکاوي رمز پکې پروت وي، دا په مور و خويندو ډير بد اغيز کوي.
ټوله کې ويلی شو، چې له واده وروسته د زوی ژوند او حالت د کور په انګړ کې د کورنۍ د غړو په وړاندې اوړي، چې دغه ناڅاپي اوښتون کله نا کله د کورنۍ په تاوتريخوالي او بدرنګۍ هم منتج کيږي.