ګيله
ته ولې هرشېبه له ماڅخه ګيله منه يې ته پدې نه پوهېږې چې ددغه وړوکې خورنګين کلي هراوسيدونکى ستانه ګيله من دى خوکله هم هغه درنې شېبې نه دي ورپه برخه شوې چې ستا ښکلااواعظمت ترسيوري لاندې پناه واخلي اودغه تته ژبه اولړزېدلى اواز دګيلوپه نوم ستا په حضور کې وړاندې کړي زه له هغه نيکمرغه انسانانو څخه يم چې اوس مې په سترګوکې تاته دمخامخ کتلو ځواک پيداشوى خوداسې وبوله چې زما داښکوډکوسترګوهرڅاڅکى چې يوازې ته په کې ښکارې دهغوى ټولو ترجمانې دي اوتاته ديوداسې چا داستان وايي چې دمينې ديوه ترخه غرېوه يې تاته کله هم دخپلواوښکواوځپلي غرورډالۍ نه ده وړاندې کړې .
زه بياهم دنړۍ دنېکمرغه انسانانوڅخه يم ځکه ته بياله مانه ګيلې لرې اودهغې شېبې انتظاردې دپسرلي دباران په څېر په زړه اوري چې چېرته مې په يوازېتوب کې پيداکړي .
ګرانې !ستاياد زما دروح سره پيوند اخيستى کټ مټ لکه شورچې دسمندرپه څپوکې نغښتى اويالکه وږمه چې دګل په غېږو اورنګينوپاڼو کې خوب کوي خويوڅوک شته چې زمانه هره شېبه ستا دهېرولوتقاضالري .
هوريښتيا زه هغه ونې ته ورته يم چې له ځنګل نه وړاندې يوازې ولاړه وي ته ديوې مساپرې مرغۍ په څېرراغلې اوزماپه څانګوکې دي ځاله وکړه په هغه څانګه کې چې تل دلوديزله لوري را الوتونکوبادونوته مخامخ وه .
با د چې ځاله زماله څانګووغورځوي پدې کې دوني څه ګناه ده نوهيله کوم چې خپلي ګيلي په خپل زړه ې خوندي وساتي کټ مټ لکه زما په زړه کې چې ستا لپاره ځينې ناويلې خبرې لا تراوسه پاتې دي .
١٩\١٢\١٣٨٧
ننګرهارپوهنتون
وروستي