د شاعر سلګۍ


                     د شاعر سلګۍ

ټوله کوټه زېړرنګه پاڼونيولې وه اودشپې نرم بادپه وړه کوټه کې دشمعې تته رڼاورووروخوځوله چې لمبه يې دنامراده پيغلې دوربل په څېريوخوابل خوارپېده اوسيورى يې دشاعرپه تندي ټالونه خوړل هغه خپل ورستى شعرليکلى وواوپه رنځوروسترګويې ورته کتل شاوخوا دشعرونوپاڼې هم خورې وې چې دشاعردتېرعمرليکلي شعرونه په کې په پيکه کرښوانځورشوي وو بادبه چې دوړې کوټې کړکۍ وخوځولې نوپه کوټه کې به دشعرپاڼې دغولي ګردچاپېره خورې شوې اوپه هواکې به پورته شوې يوه نيمه خوبه دکړکۍ له ماتې ښېښې نه ووته اوپه تياره کې به دلاندې سمندرڅپوته وغورځېده خوشاعرنورپوهېده چې شعرونه يې ورنه ياغي شوي دي نورپه هغه کې ددې توان نه ووچې په خپلوشعرونوپسې وګرځي هغه ليدل چې له سپينوپانودشعرونوانځورونه روان وو دشمعې رڼاهم دهغه خواته رڼانه کوله يوازې پتنګان ووچې دنوروشپوپه څېريې له شمعوطوافونه نه کول اودشاعرسترګوته يې کتل چې ديوه وړاندې منزل لارې يې څارلې هغه په رنځورحالت کې ديوه تلپاتې شعرپه ليکلودخيال په صحراکې مزل کاوه چې ناڅاپه دبادڅپه ودرېده تنګان څک شول په ټوله کوټه کې خشوبويي خوره شوه يوه پرښته دبادله څپې سره له کړکۍ راننوته په غولې دشاعرڅنګ ته په درنښت کښناسته رنګين وزرونه يې وڅنډل خوشبوزياته شوه پرښتې وزرونه ټک وهل دشاعرسترګې وغړېدلې دپرښتې په وزوردشعرونوخورې پاڼې راغونډې شوې يوسورګلاب ورنه چوړشوپرښتې دغه ګلاب رواخيست پنګان يې په کې واچول بيايې لومړى خپلې اوبيادشاعرپزې ته نږدې کړشاعرسلګۍ ووهلې اوپرښتې ته يې لاس ورکړپرښتې وموسل اوشاعرته يې وکتل
نورخيالونه مه کوه ستادورستي شعرالهام زه يم راځه خپل ځان په يوه لوړمقام کې ستاپه يوه تلپاتې شعرواړوم
دواړه ديوه لرې منزل په لورې والوتل شاعراوپرښتې په هواکې دشمعې په خواراوکتل چې په شاعرپسې يې همغسې اوښکې تويولې