ذهينيار د شېبو پياوړى انځورګر شاعر

        ددوکالونوپخواخبره ده په پوهنتون کې په زده کړوبوخت وم اوهره ورځ به مې نوي کتابونه اوپه ځانګړي ډول شعري ټولګې مطالعه کولې اوخالي وختونه به مې ورسره تېرول په کتابتونونوکې به مې اکثره وخت دراډيوي ادبي پروګرامونولپاره ادبي مواداوليکنې بربرولې يوه ورځ په ټولګي کې ناست وم چې زمايوه ټولګيوال رضاشاه مومندراته يوکتاب راکړ پاڼې مې يې پرانستې شعري ټولګه وه خومخکې له دې چې ويې ګورم مومنوصيب راباندې غږ کړچې دامې دکاکا کتاب دى نوى چاپ شو ى که په راډيوکې يې په ادبي خبرونوکې خبرخپورکړې اوياپروګرام ورباندې جوړکړې دکتاب نوم وو
غرونه غرونه ارمانونه
شاعر: ميرزامحمدزهينيار
دکتاب پاڼې مې واړولې که څه هم چاپ يې دومره معياري نه وواوپه تخنيکي لحاظ په کې يوڅه خامۍ وې خو کله مې چې مطالعه کړشعريې ډېرپه زړه پورې وواودځوانوشاعرانوغوندې ځوان پيغام يې درلودهغه په دې چې ښاغلى زهينياراوس دبوډاټوب په مرحله کې دى خوشعريې ځوان اودپه زوق برابرووشعرونه مې زرزروکتل پياوړي ليکوال نثارمظلوم دکتاب په اړه په خپله سريزه کې په زړه پورې خبرې کړې وي زهينيارصيب هم په خپله ليکنه کې يادونه کړې وه چې دايې په چاپي بنه لومړى شعري ټولګه دې اوله دې نه يې وړاندې څوشعري ټولګې دبمونواوخاورخوراک شو ي دي دشعرونه مې وکتل اووروسته مې زهن ته جهاني صيب هغه بيت راغى
دغرونوګل وم غوړېدلوکې چاونه ليدم
لکه نسيم په تيرېدلوکې چاونه ليدم
دهغه دشاعرى په اړه مې ديوه پروګرام جوړولوتابياوکړه هغه په سريزه کې ليکلي ووچې نوموړى په شپېتموکلونوکې دگنودولتي رياستونوريس اوورځپاڼو مسول پاتې شوى وواودعمريوه زياته برخه يې دهېوادله پياوړي عالم استادحبيب الله رفېْع سره تيره کړې وه دهغه دشاعرۍ په اړه مې دپوهنتون ځينې استادان وغږول اوبيامې له استادرفېع سره هم دهغه دشاعرۍ په اړه مرکه وکړه استادويل چې نوموړي هغه مهال شاعري کوله چې هېچاهم شاعرۍ ته زړه نه ښه کولو اويوجرم ګڼل کېده رفيع صيب ويل چې هغه ځکه ډېرې شعري ټولګې نه دى چاپ کړي چې هغه شهرت طلبه انسان نه وو هرڅه دژبې اوملت لپاره کول داستادزهينيارصيب سر ه چې په خپل کورکې ووهم زمالخوايوه تلفوني مرکه دهغه دورکې اوپه موجود ې شاعرۍ په اړه ترسره شوه چې ډېره ګټوره وه اوهغه دخپل صحت دخرابوالي سره سره ورته غاړه کېښوده پروګرام دراډيونه خپورشو اوګڼواورېدونکوخوښ کړ
٭٭٭
اوس به راشو دهغه نورې شاعرۍ ته خوله هغه وړاندې بايدووايم چې دابه بې ادبي وي چې دپوهنتون يومحصل د ې دزهينيارغوندې استادشاعرپه شاعرۍ څه وليکي خوزماملګري رضاشاه مومند((دزهينياروراره)) ويل چې دهغه ټولګه په سمه کچه اوډيزاين نه ده چاپه شوې غواړي له سره يې په يوه خپرندويه ټولنه ددويم ځل لپاره خپورکړي ماته يې راکړچې ويې ګورم اويوڅه ورباندې وليکم دهغه له شاعرۍ سره زه له وړاندې بلدوم خوبيامې هم ولوستل ډېرڅه مې داسې په کې وموندل چې لاهم زموږ په نوې شاعرۍ کې نه شته خوماته يې په زړه پورې هغه تلمېحي بيتونه ووچې دهغه دتېرژوند ترخه انځورونه په ېکې ليدل کېدل اوتاريخي رسالت رسولو ترڅنګ په کې دژوند يوتريخ انځورهم په کې وو
که دمنصودانالحق چيغې رازونه وايي
دحقيقت رڼايوسف سره کنعان کې ګوره
چې دسيناپه بيابان ستړي مزلونه کوم
ديوسف عشق دى اخرزه يې په بيابان کې وتم
دهغه په شاعرۍ ګڼ فلسفي مقاهيم اوپه زړه پورې خبرې هم ځاى لري چې انسان سوچ ته مجوروي
مقصدچې خپل وجودکې حقيقت راڅرګند نه کړي
تش کيف دزمانې لکه حباب مه يادوه
خودګڼونوروافغان شاعرانوغوندې يې له ناهيلۍ هم خالي نه شوبللى اوپه ډېروبيتونوکې يې پوره نهلي څرګنډه کړ ې ده
چې ټول عمرکړاوو دى اوغمونه اميدنه شته
په ژوند دزهينياردافسانې به څه مزه وي
دخوارې بې وسۍ ديارانې به څه مزه وي
بې ميوبې ساقي بې ميخانې به څه مزه وي
خوپه دغه ناهيليوکې دژونددوام ته کله هم زړه نه ښه کوي اوپياوړى هوډيې لوستونکي ته دژوند هيله وربښي
دمينې اورکې دزړه غوښې سوزوي سکاره شي
دازهينيايم چې لابيايې په مجمرباندې ږدم
زهينيارديوه وېښ شاعرپه توګه ديوه سترګورانسان له عينکو دخپلې ټولنې ناخوالې دېرې ښې درک کړې اوژړولى يې دى
دامان ارمان رژېږي خانقاکې
زه دقام له جهله ژاړم په کوکارځم
غيرتي مې پيدانکړلروبرکې
پښتون نشته سم دډموپه بازارځم
درناوى دفکرنشته څه راوشول
چې په خپلوکړومنکرشوم توبه ګارځم
نورنودهغه شاعري نه راسپړم اونه داوس لر م استادزهينيارته اوږدعمر هڅاندځوان رضاشاه مومندته کورودانۍ وايم چې دغه ټولګه يوځل بياترتاسې دررسوي