
نوی ډیلی غواړي له پاکستان سره خپلې پولې تر ۲۰۱۸ کال پورې وتړي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د هند د کورنیو چارو وزیر رجنات سینګهه د پوله ساتو ځواکونو سره په کتنه کې ویلي ، چې پر داسې پلان کار کوي چې له مخې به یې تر ۲۰۱۸ کال پورې له پاکستان سره ټولې پولې وتړل شي. وزیرهندي ځواکونو ته ویلي چې په پاکستان کې ترهګر د پیاوړي کېدو په حال کې دي، نو هندي ځواکونو ته په کار ده چې د هر ډول احتمالي تهدید په مقابل کې تیار وي. په دې وروستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوې دي او د اوبو پر سر شته ستونزه تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته هم کومې پایلې ته نه ده رسېدلې. د هند د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د خپل هېواد امنیت ته جدي پاملرنه کوي او اجازه به ور نه کړي چې پاکستاني ترهګر د هند پولو ته وردننه شي.