
د ولسی جرګې د کندز ولایت استازې :د دغو افغانانو جسدونه لا تر اوسه هم افغان حکومت ته نه دي سپارل شوي او د ايران په «خاتم الانبيا» روغتون کې پراته دي.
په ولسي جرګه کې د کندز ولايت يوې استازې شکریه پيکان په دې وروستیو کې ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې وويل، په ايران کې ځينو ډاکټرانو له افغان کډوالو د هغوی د بدن غړي ويستي دي.
هغې په خپلو خبرو کې زياته کړې، له دغو افغانانو يې پښتورګو ، زړه او سترګې راويستي دي.
دغه کډوال اتلس تنه وو چې د روان کال په لومړيو کې ايران ته په قاچاقي ډول تللي وو،او هلته په يوه ترافيکې پېښه کېمړه او ټپيان شوي وو.
شکریه پيکان په خپلو خبرو کې زياته کړې، د دغو افغانانو جسدونه اوس هم د ايران په خاتم الانبيا روغتون کې پراته دي، چې تر اوسه هم افغان حکومت ته نه دي سپارل شوي.
افغان حکومت تر اوسه د ولسي جرګې ډ غړې د دغو خبرو په تړاو څه نه دي ويلي.