
د «آسیا ون» په نوم رسنۍ خبر ورکړی، چې په اندونیزیا کې د يوه ۲۵ کلن سړی مړی د يوه مار له خيټې را ایستل شوی دی.
د خبر پر بنسټ دغه سړی چې اکبر نوميږي او ځنګله ته د پالم د ترلاسه کولو په موخه د سولووسي ټاپو ته تللی و، وروسته د پوليسو په هڅه هغه مهال وموندل شو، چې يو پيتون ډوله مار له لويې خيټې سره تر سترګو شو او د مار تر څيرلو وروسته مړی وموندل شو.
د «مشبک» په نوم دغه ډول پيون ماران د نړۍ د لويو خزندګانو له ډلې دي، چې اوږدوالی يې تر ۱۰ مترو او وزن يې ان تر ۱۵۰ کيلو ګرامو پورې رسيږي. دغه ماران په ندرت سره انسان خوري، خو ليدل شوي چې ځينې ځایونو کې يې ماشومان قرباني شوي دي.