روسي قوماندان: د امریکا نظامي بېړۍ د نړۍ لپاره لوی ګواښ دی

د روسیې د پوځ عملیاتي قوماندان ویکتور پوزنیخیر وايي چې د امریکا سمندري نظامي بېړۍ د ټولې نړۍ د امنیت لپاره ګواښ دی.
نوموړی وايي چې د بیلا بیلو هیوادونو په اوبو او د روسیې شاوخوا د امریکا پوځي بېړۍ په ډول ډول درنو وسلو او توغندیو او دفاعي سیستمونو سمبالې دي چې د نړۍ هیوادونو ته یې خطر پیښ کړی دی.
نوموړي په جنوبي کوریا کې د امریکا د توغندیو ضد دفاعي سیستم د ځای پر ځای کولو په اړه خبرداری ورکړی چې یاد سیستم د چین او روسیې د امنیت لپاره ښکاره ګواښ دی او باید امریکا یې د درولو لپاره اقدام وکړي.
نوموړي ویلي دي چې دا ډول حرکتونه کولی شي پر روسیه د اټومي برید زمینه برابره کړي.