
روسيې په داسې مهال ايران ته د ۲.۲ ميلياردو يورو د پور اعلان وکړ، چې د ایران جمهور رييس حسن روحاني مسکو ته په سفر تللی و.
د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين په يوه ګډه خبري ناسته کې، اعلان وکړ چې د ايران د بنسټیزو پروژو د جوړولو لپاره له دغه هېواد سره مرسته کوي.
دوه ورځې وړاندې د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظریف ویلي و، چې روسيې ته به اجازه وکړل شي، د دوی هوايي ډګرونو وکاروي.