د بښنې نړیوال سازمان په موصل کې د ملکي وګړو پر خوندیتوب ټینګار کړی

د بښنې نړیوال سازمان د امریکا په مشرۍ پر نړیوال اېتلاف چې د عراق په موصل ښار کې د داعش پر ضد پوځي عملیات کوي، غږ کړی چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي.
د بشري حقونو دغې مدافع ټولنې پرون وروسته له هغه په دې اړه خپل نوی راپور خپور کړ چې امریکايي چارواکو په موصل ښار کې د مارچ د اوولسمې نېټې په هوايي برید کې د اېتلاف لاس لرل ومنل.
د بښنې نړیوال سازمان د راپور له مخې په دې هوايي حمله کې تر یو نیم سل تنو ملکي وګړي وژل شوي دي.
امریکايي چارواکي چې د دې پېښې په اړه ‌یې تحقیقات پیل کړي دا نه ‌تايیدوي چې په دې بمبارۍ کې به ملکي خلک وژل شوي وي.
د امنېسټي راپور وايي، د ملکي وګړو د تلفاتو په مخنیوي کې د احتیاطي تدابیرو له پامه غورځول له نړیوالو بشري قوانینو سرغړونه ده.
د امریکا په مشرۍ نړیوال اېتلاف د هغو عراقي ځواکونو د عملیاتو هوايي ملاتړ کوي چې په موصل ښار کې د داعش ډلې پر ضد عملیات کوي.
دا عملیات په فبروري میاشت کې پیل شول. دولتي ځواکونو د موصل نیمايي ختیځه برخه په جنوري میاشت کې ونیوله.