د ټپي طالب وژونکي برېټانوي پوځي ته د اووه کاله زندان سزا ورکړل شوه

هغه برېټانوي پوځي ته د اووه کاله بند سزا واورول شوه، چې په هلمند کې یې یو ټپي طالب وسله وال پر ډزو وژلی و. ۴۲ کلن ډلګۍ مشر الکساندر بلیکمان به څو اوونۍ وروسته خوشی شي، ځکه چې هغه له مخکې درې کاله په زندان کې تېر کړي دي.
د روانې مارچ میاشتې په ۱۵ مه په برېټانیا کې یوې محکمې د دغه سرتېري له لوري د یوه ټپي طالب وژنې جرم د قصدي قتل پر ځای غیر قصدي وژنه بللې وه.
پېښه ۲۰۱۱ کال کې هغه مهال شوې وه، چې د برېتانوي پوځيانو پر یوې ګزمې وسله والو برید کړی و.
له اپاچي چورلکې، چې د ګزمه کوونکو سرتېرو هوايي ملاتړ لپاره لېږل شوې وه، پر بریدګرو ځوابي برید شوی و، چې پایله کې یې یو بریدګر سخت ټپي شوی و او وروسته سرتېرو په ټپي حالت کې په یوه کرونده کې موندلی و.
بلیکمان له دې مخکې یوازې د  aپوځي په نوم پېژندل کېده او له هغه وروسته چې مجرم وپېژندل شو، بشپړ نوم یې هم په ډاګه شو.
بلیکمان د لندن شاهي عدالت کې د پرېکړې پر مهال له زندانه د ویډیو لینک له لارې برخه درلوده. د نوموړي مېرمنې کلایرې د یو شمېر نورو فعالانو په ګډون د هغه پر دوسیې د بیا کتنې لپاره کمپاین کاوه.
له محکمې بهر له خپلو پلویانو سره یو ځای د خبرو پر مهال نوموړې وویل، «ډېره خوشاله یم، دا هغه شېبه ده، چې موږ ټولو ورته سخته مبارزه وکړه.»
قاضیانو په خپله پرېکړه کې ویلي، 'که څه هم د بلیکمان د جرم کچه له قصدي وژنې څخه غیر قصدي هغې ته ټیټه شوې، خو په وینا یې نوموړی اوس هم د عمدي وژنې پام وړ مسوولیت لري. '