نړیوال قدرتونه د اټومي وسلو په اړه غونډه کې ګډون نه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دایمي غړو پر اټومي وسلو د نړیوال بندیز په اړه بحث کې له گډونه ډډه کړې او ویلي یې دي، چې دغسې یو ګام په عملي ډګر کې د پلي کېدو وړ نه دی.
د دغې ټولنې په عمومي غونډې کې تر ١٢٠ ډېرو هېوادونو د هغه پلان ملاتړ کړی و، چې له مخې یې پر اټومي وسلو د بشپړ بندیز غوښتنه کېده.
په ملگرو ملتونو کې پر اټومي وسلو د نړیوال بنديز کنفرانس په داسې حال کې پيل شو چې ان يوه اټومي وسلې لرونکي هېواد هم په کې گډون نه و کړى.
که څه هم له ١٢٠ ډېرو هېوادونو پر اټومي وسلو د بنديز لگولو پلان ملاتړ کړى، خو بيا نژدې څلوېښتو هېوادونو د دغه پلان په تړاو شوي بحث کې له گډونه ډډه وکړه.
په ملگرو ملتونو کې د بې وسلې کولو چارو مشر "کيم ون سو" وويل، اوسمهال د پخوا هر وخت په پرتله پر اټومي وسلو نړیوال بنديز ته ډېره اړتيا ليدل کېږي.
دی وايي:«دا کنفرانس د زياتېدونکې نړېوالې ترينگلتيا، د وسلو نوې شوې سيالي او بې وسلې کولو لپاره د جوړو شويو ټولنو د بې پايلو هلو ځلو په شا ليد کې جوړېږي. د دغه راز وسلو په منځه وړلو کې د پرمختگ اړتيا هېڅ کله دومره بېړنۍ نه وه لکه نن چې ده. د اټومي او نا اټومي ستراتیژيکو وسلو بې پايه جوړېدل امنيت نه راولي بلکې په باالقوه توگه د وسلو يوه بې ثباته کونکې نوې سيالي راپاروي، بل لوري ته نړیواله او سيمه ييزه ترينگلتيا لا ډېروي."
امريکا، برېټانيا او فرانسه، چين او روسيه د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې پر اټومي وسلو د بنديز نوي تړون په تړاو بحث کې يې له گډون ډډه کړې او د دغه راز اغېزناکو هېوادونو نه گډون د غونډې د برياليتوب هيلې تتې کړي .
ملگرو ملتونو کې د امريکا استازې نيکي هېلي وايي پر اټومي وسلو نړیوال بنديز نا واقعي چاره ده.
اغلې هېلي ټينگار وکړ چې ملي امنيت لپاره اټومي وسلو ته اړتيا ده ځکه په وينا يې داسې ورانکاري عناصر شته چې ورباندې باور نه شي کېداى.
نوموړې شمالي کوريا ته په اشاره وويل؛ «ايا څوک به رښتيا باور وکړي چې شمالي کوريا پر اټومي وسلو لگېدلي بنديز ته غاړه ږدي؟»
په همدې حال کې د بريتانيا استازي متيو راى کرافت په کنفرانس کې د خپل هېواد د نه گډون په تړاو وويل باوري نه دى چې دغه خبرې اترې به په نړېواله کچه د اټومي وسلو د منځه وړلو لپاره د يوه اغېزناک پرمختگ لامل شي. ښاغلى راى کرافت وايي دا چاره به نه کارنده وي او نه هم کارنده ثابتېداى شي.
د بريتانيا حکومت باوري دى چې په نړېواله کچه د اټومي وسلو د له منځه وړلو موخه د تدريجي څو اړخيزه بې وسلې کولو له لارې تر لاسه کېداى شي. په ملگرو ملتونو کې د بريتانيا استازى په دې باور دى چې دا چاره په يوه موجوده نړیواله اداڼه کې گام په گام يوازې د خبرو اترو له لارې تر سره کېداى شي.
خو د سويډن د بهرنيو چارو وزير مارگاټ والسترام چې هېواد يې پر اټومي وسلو د بشپړ بنديز له ټينگو ملاتړو دى او وايي، دا چاره به ډېر وخت ونيسي، خو شونې ده.
پر اټومي وسلو د بنديز په تړاو د خبرو اترو اعلان په تېر اکتوبر کې شوى و چې هغه مهال برېتانيا، فرانسې، اسراييل، روسيې او امريکا دغه راز يوه تړون ته منفي رايه ورکړه، حال دا چې پاکستان، هند او چين له رايې ورکولو ډډه کړې وه.