داعش وايي ایران به د عراق په څېر ویجاړ کړي

داعش ډلې په یوه ويډويي پیغام کې چې په فارسي ژبه خپور شوی، ایران ته ګواښ کړی چې د عراق په برخلیک به یې اخته کړي.
د فرانسې د خبري اژانس د راپور پربنسټ، "د فارس خاوره: له پرونه تر ننه" تر سرلیک لاندې دغه ۳۶ دقیقې ویډیو د دوشنبې په وځ د عراق "دیاله" ولایت کې د داعش اړوندو خواله رسنیو له لارې خپره شوې ده.
یو پټ مخی سړی په دې ویډیو کې د ایران مشرانو ته وايي: "کرکجن خامنه اي، چې په اصطلاح د اسلامي ایران رژیم اداره کوي، ډاډه اوسئ چې ډېر ژر به مو کور دا ډول ویجاړ کړو."
هغه په دې خبرو کې هغې ویجاړۍ ته اشاره کړې چې شا ته یې ښکاري.
په دې ويډیو کې د ځینو نیول شویو بندیانو سرونه غوڅېږي چې د یوه پر جامو یې "یا حسین" لیکل شوي.
بل سړی په ویډیو کې وايي: "موږ به ایران ونیسو او سني اسلام به لکه پخوا چې و، پرې واکمن کړو".
په دې ویډیو کې ایران غندلی شوی او زیاته شوې: "ایران د امریکا او اسرائیلو پرضد شعار ورکوي چې سنیان وغولوي، حال دا چې ایراني یهودان د ایران د دولت تر ساتنې لاندې خوندي ژوند کوي او تهران او اصفهان کې عبادتځایونه او کلیساوې موجودې دي".
ایران د داعش او نورو سني اورپکو پر وړاندې د عراق او سوریې له دولتونو سره همکاري کوي او زرګونه جنګیالي او پوځي سلاکاران یې دغو دواړو هېوادونو ته استولي دي.
ایراني چارواکي داعش ته د بالقوه ګواښ په سترګه ګوي او وايي ځینې وخت د ایران د ننه د داعش له غړو سره ښکېل شوي دي.
د ایران پوځي چارواکو مخکې د عراق دیاله ولایت کې، چې د ایران له کرمانشاه او ایلام سره ګډه پوله لري، د داعش پل پسې اخیستی او په ختیځو پولو کې یې د داعش د ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې ده.
وړاندې د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان برید جنرال احمد رضا پوردستان په تېره اګسټ میاشت کې ویلي وو، چې داعش له قصرشیرین او نفت‌شهر سیمو وسله وال جذب کړي دي.
قصرشیرین او نفت شهر په کرمانشاه کې له عراق سره ګډه پوله لري.
داعش د ۲۰۱۴ کال په اوړي کې د عراق دیاله کې جلولا ښار ونیوه چې د ایران کرمانشاه خسرو پولې ته ۵۰ کیلومتره نژدې شوي وو، خو دغه ښار د عراقي او کردي ځواکونو له خوا بېرته له داعش ونیول شو.
د ایران پوځي چارواکو د عراق ۴۰ کیلومتره خاوره له "ترهګرو ډلو" سره د مبارزې لپاره د ایران لپاره سره کرښه ګڼلې وه.