د سوريې اېتلاف له یوه ستراتيژيک هوايي ډګره داعشیان شړلي

امریکايي الوتکې او ځانګړي ځواکونه د سوريې ډیموکراټ ځواکونو هوايي او ځمکنی ملاتړ کوي چې د داعش د مرکز رقه پر لور د تهاجمي حملو خوا ته د نږدې کېدو په حال کې دي.
دوی د سوريې شمال کې د امریکا په ملاتړ د کُرد- عرب اېتلاف څخه ۴۰ کيلومتره لرې دي.
دغه اېتلاف وايي چې داعش جنګيالي يې له هغه ستراتيژيک هوايي ډګره پر شا تمبولي چې په ۲۰۱۴میلادي کال کې د ډله يېزې وژنې شاهد و.
د اېتلاف يوه وياند تلال سيلو ويلي: "د سوریې ډیموکراټ ځواکونه د طبقه نظامي هوايي ډګر بشپړه کنټرول په لاس کې لري او د هوايي ډګر د خونديتوب لپاره له بمونو د تصفيې عملیات روان دي."
ياد هوايي ډګر پر طبقه بند د حملو کولو لپاره کارېدلی شي. طبقه بند د داعش جنګياليو تر کنټرول لاندې دي.
سختدريځو د يکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې دغه بند ښايي د اېتلاف الوتکو د بمباريو له کبله مات شي.
د اېتلاف چارواکو د داعش ادعاوې رد کړې او وېې ويل چې د سوريې ډیموکراټ ځواکونه د اوبو د ورخ زیاتېدو برخه په کنټرول کې لري او د اړتيا صورت کې له بنده فشار کمولی شي.
ملګرو ملتونو سوريه کې له طبقه بنده د بحراني سيلابونو او د اېتلاف ځواکونو د بمباريو نتيجه کې د داعش جنګياليو د قصدي سبوتاژ خبرداری ورکړی دی.
د کُرد- عرب اېتلاف د رقه د محاصره کولو هڅې کوي چې سوريه کې د داعش اخري مرکز دی.
سخت دريځو طبقه هوايي ډګر له حکومتي ځواکونو څخه په ۲۰۱۴میلادي کال کې ونيوه.
داعش چې ورباندې له بشري حقونو څخه د سرغړونو بې شمېره تورونه دي، په چټکۍ سره اعلان وکړ چې په هوايي ډګر کې يې شاوخوا ۲۰۰ حکومتي سرتېري وژلي او د دغو وژنو يوه ويډيو يې خپره کړه.
داعش جنګيالي چې په سوريه او عراق کې يې په ۲۰۱۴میلادي کال کې لويې برخې ونیولې، اوس پر دوو جبهو رقه او موصل کې تر فشار لاندې دي.