
د ملګرو ملتونو په مقر کې به پر اټومي وسلو د نړيوال بنديز په باب خبرو کې تر سلو زيات هېوادونه برخه واخلي. خو ويل شوي چې په دغو مذاکرو کې به د نړۍ ځواکمن هېوادونه برخه ونه لري.
د تېر کال په اکتوبر مياشت کې د ملګرو ملتونو ١٢٣ غړو هېوادونو دېته رايه ورکړې وه چې د روان کال د مارچ په ۷۲ مه به سره جرګه کېږي.
دوى د اټومي وسلو د بنديز تړون په قانوني لحاظ لازم لاجرا ګڼي.
د ٢ نورو هېوادونو تر څنګ روسيې، د امريکا متحدو ايالتونو، برېټانيا، فرانسې، جاپان او اسرایيل دغه پېشنهاد ته مثبته رايه ورکړې ده، خو چين، هند او پاکستان ورته سپينې رايې کارولې دي.
ملاتړي وايي د شمالي کوريا د اټومي وسلو د پروګرام او په واشنګټن کې د نوې ادارې چې اقدامات يې د اټکل وړ نه دي، د کړکېچ له کبله د اټومي ناورين خطر په زياتېدو دى.