د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ملا جلیل اخوند او ورسره ملګري یې دا مهال په مسکو کې دي او له لوړ پوړو روسي چارواکو سره یې لیدنې کړې دي.
ځینې سرچینې وايي چې پاکستان د مسکو په راتلونکې غونډه کې د طالبانو د اصلي استازو پر ځای هغو کسانو ته د ګډون زمینه برابره کړې چې د دې هېواد تر نفوذ او اغېز لاندې دي.
ویل کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ملا جلیل اخوند او ورسره ملګري یې دا مهال په مسکو کې دي او له لوړ پوړو روسي چارواکو سره یې لیدنې کړې دي.
دغې ډلې له روسانو څخه غوښتي چې د طالبانو د قطر دفتر د استازو پر ځای د دوی له خوا معرفي کېدونکي طالبان د مسکو غونډې ته معرفي کړي.
پاکستان پخوا هم د طالبانو په استازیتوب چین او مسکو ته خپل کسان لېږلي وو.
تېره اونۍ پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړ چې د طالبانو یوه پلاوي د مسکو غونډې په اړه له پاکستاني چارواکو سره په اسلام اباد کې لیدلي دي.
د ملا عباس ستانکزي په مشرۍ په دغه پلاوي کې امیر خان متقي، لطیف منصور، ملا محمد ترابي، ملا سعدالدین، ملا داوود او د سراج الدن حقاني اوښی یحیی حقاني شامل وو.
ټاکل شوې چې د مسکو غونډه په راتلونکې اپرېل میاشت کې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شي چې افغانستان، هند، پاکستان، ایران، چین او طالبانو ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. امریکا ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو بلنه یې رد کړې ده.
ویل کېږي چې پاکستان په دې ناسته کې د طالبانو د ګډون په اړه په خبرو کې مرکزي رول لري، نو ځکه هغه څه کوي چې هلته داسې طالب استازي واستوي، چې د پاکستان له دریځه دفاع وکړي.
د مسکو د غونډې اجنډا ظاهراً د افغان سولې په تړاو خبرې بلل شوې دي، خو ویل کېږي چې په یاده غونډه کې به روسیه او چین د طالبانو پر هغې غوښتنې هم خبرې وکړي چې وايي د طالب مشرانو نومونه دې د بندیزونو له لېست څخه واېستل شي.
افغان حکومت په دې ناسته کې د طالبانو له ګډون سره توافق نه دی کړی، خو ویل کېږي چې پاکستان، چین او روسیه په دې غونډه کې د طالبانو د حضور ملاتړ کوي.
وروستي