د روسيې يوې محکمې د اپوزېسيون مشر او د اداري-فسادضد فعال الکسي ناوالنې د پوليسو له امر څخه د سرغړونې په تور په پنځلس-ورځني بند محکوم کړ. دى وړمه ورځ د مسکو په مرکزي برخه کې د لاریون ساحې ته نږدې ونيول شو.
تر دې مخکې ناوالني په شل زره روبلو چې درې نيم سوه ډالره کېږي په مسکو کې د غیر قانوني لاریون د تنظيم له کبله جريمه شو.
ناوالنې د مسکو په دې محکمه کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل: "پرونيو جرياناتو څرګنده کړه چې په روسيه کې ګڼ شمېر رايه ورکوونکي د داسې کانديد د پروګرام ملاتړ کوي چې د اداري فساد پرضد د مبارزې غوښتونکى دى."
ناوالني په ډسمبر مياشت کې اعلان کړى و چې غواړي د جمهوري رياست راتلونکو ټاکنو ته ځان کانديد کړي.
پوليسو ناوالنې په داسې حال کې ونيوه چې د روسيې په نږدې سلو ښارونو او ښارګوټو کې په زرګونو کسانو مظاهره وکړه.
د امريکا متحدو ايالتونو او اروپايي ټولنې په روسيه کې د سلګونو لاریونوالو نيول غندلي او په عاجل ډول يې د دوى د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
وروستي