
د افغانستان نوين د مطالعاتو او څېړنو مرکز وایي چې پاکستاني پوځیان بلوڅان لومړی اختطاف او بیا یې وژنې خو نړیواله ټولنه یې پر وړاندې چوپه خوله ده.
دغه مرکز د افغانستان له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي چې په پاکستان کې د پښتنو او بلوڅانو د ځورونې پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
پاکستان تل د ډیورنډ کرښې پورې غاړې د پښتونو او بلوڅو قومونو پر وړاندې په تاوتریخوالي او زور زیاتي تورنیږي.
پرون د افغانستان نوين د مطالعاتو او څېړنو مرکز په دې اړه یوه خبري ناسته رابللې وه ترڅو په هغه هېواد کې د بلوڅانو پر وړاندې د کېدونکي ظلم په اړه خپل غږ پورته کړي.
ددغه مرکز مشر عبدالله هېواد وویل پاکستاني پوځیان په سیستماتیک ډول بلوڅان لومړی اختطاف او بیا یې وژني خو نړیواله ټولنه یې پر وړاندې چوپه خوله ده.
افغان بلوڅان هم وایي چې ډېر کله بلوڅ فعالین د پاکستان له ظلمه افغانستان ته پناه راوړي خو کله نا کله دلته هم ورسره سم چلند نه کېږي.
بلوڅ فعالین وایي افغان حکومت باید ډيورنډ کرښې هغې غاړې د پرتو بلوڅانو او پښتنو د برخلیک په اړه جدې اقدام وکړي او هغوی د پاکستان له ظلمه خلاص کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو لسیزو راپدېخوا پاکستان بلوڅان په یوه او بل نامه له منځه وړي چې له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ دی، خو پاکستان تر اوسه په دې اړه په خپل دریځ کې بدلون نه دی راوستی.