
د مارچ به ۲۲ نیټه په لندن کی تروریستي عمل تر سره شو: جنایتکوونکۍ چی په موټر کی د ویستمینستیر پر پله روان وو، پر پلې لار یې د خکو وهل پیل کړل. تقریباً ۴۰ کسه ژوبل شول او د هغوی له جملې دوه کسان مړه شول. وروسته تر دې چلوونکۍ له موټره را ووت او په چاقو سره یې پر پولیس برید وکړ چی وروسته د ټپونوپه اثر مړ شو. بریدکوونکۍ په ډزو ووژل شو.
په ۲۰۱۶ کال کی په نایس او برلین کی دوه ورته تروریستي عملونه تر سره شول چی په مجموعي توګه په هغوی کی تقریباً سل کسان ووژل شول او همدومره نور ژوبل شول.
آیا په موټر سره د خلکو وهل — دا د تروریستي عملونه نوې بڼه ده یا پخوا هم داسې څه موجود وو؟
د برید دا ډول میټود له پخوا معلوم وو، هغه د car-ramming یا vechicle-ramming (په موټرو وهلو) په نوم یادیږي. دا تاکتیک نوی نه شو بللۍ، خو په وروستیو کلونو کی هغه د تروریستانو په منځ کی خاص محبوبیت موندلی دی. له هغه اکثراً فلسطینی افراطیون په اسراییلو کی کار اخلي: له ۲۰۱۵ کاله په موټرو د وهلو تر پنځوسو زیات بریدونه ثبت شوي دي. معمولاً، جنایتکوونکي په موټرو اسراییلي سرتیري یا پولیسان وهي یا هغه خلک لاندې کوي چی د موټرو په تم ځایونو کی انتظار باسي.
تر ټولو ستر دا ډول تروریستي عمل د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۶ نیټه د نایس په ښار کی د باستیل د نیولو د ورځی د نمانځلو په مراسمو کی هغه وخت پیښ شو، کله چی تونسي الاصله د باروړونکي موټر په وسیله ۸۶ کسان ووژل او په سلګونو نور یې ژوبل کړل. په اروپا کی دا ډول بریدونه پخوا هم تر سره کیدل: په ۲۰۱۴ کال کی تر شلو زیات کسان د دیژون او نانت د مسیح د میلاد د بازار په وخت کی ژوبل شول.
تروریستانو څه وخت په زیات شمیرً دا ډول بریدونه پیل کړل؟
د ۲۰۰۰ کلونو په پای او د ۲۰۱۰ کلونو په پیل کی دا ډول بریدونه زیات شول. د Stratfor د تحلیلي کمپنۍ کارپوهانو، تر دریو بریدونو وروسته اټکل کړی وو چی فلسطیني جنګیالي د اسراییلیانو پرخلاف نوی تاکتیک پکاروي. افراطي اسلامپالو ډلو په ډاګه خپل پلویان له موټرو نه د «کفارو» د وژلو لپاره کار اخیستو ته رابلل.
په ۲۰۱۰ کال کی Inspire انګریزي ژبې مجلې چی د «القاعدې» د تروریستي ډلې د یوې څانګې له خوا خپریږي، یو مطلب خپور کړ چی په هغو کی یې خپلو لارویانو ته توضیح کړې وه چی څرنګه د باروړونکو او جیپ موټرونو په وسله تروریستي عملونه تر سره کړي. مولف څرګنده کړې وه چی دا ډول بریدونه پخوا په پراخه پیمانه نه پکاریدل، له همدې کبله په هغوی کی د ناڅاپي توب اغیزه شته. داسې ښکاری چی د لندن تروریستي عمل له همدغې لارښوونې نقل شوی: جنایت کوونکي له درانده موټر کار اخیسته او د خلکو له ګڼه ګوڼې ډک تنګ ځای (د ویستمینستیر پل) یې غوره کړی وو، چیرې چی قربانیان په سختۍ تښتیدلۍ شوای او وروسته تر هغو یې د پټیدو هڅه نه کوله او برید ته یې دوام ورکاوه.
ولې تروریستان اکثراً له دې ډول تاکتیک نه کار اخلي؟
ځکه چی دا تاکتیک د یو وخت لپاره اغیزمن ثابت شو — په دې هکله پخپله جنایت کوونکي او له تروریزم سره د مبارزې کارپوهان په مستقیمه توګه خبرې کوي. موټر — تر ساختګي چاودیدونکې آلې، د وژنې آسانه وسیله ده. نوې طریقه زیات شمیر وګړي چی پخوا یې هیڅکله له اسلامي ډلو سره تماس نه درلود، ولی د هغوی د نظریو پلوي وو، تروریستي جنایتونو ته راجلبوي. په همدې علت په اسراییلو کی د پخلنځي په چاړه بریدونو په اساسي میټوډ بدل شول. استخباراتي ادارو ته له داسې تروریستي عملونو سره مقابله، د مثال په توګه، له چاودنو، ډیر پیچلۍ کار دی: ځکه چی بم د فلزاتو د لټولو په آله یا روزل شوو سپیو کشفیدلۍ شي — دا ډول تروریستي عملونه، قاعده تاً، دمخه پلانیږي چی څارنه یې ممکنه ده.
دولت څرنګه کولۍ شي په موټرو له نوو وهلو سره مقابله وکړي؟
عمده میټوډ — په بلاکونو یا ستنو د عامه ځایونو ساتل دي. د مثال په توګه، په دې ډول په اسراییلو کی زیات شمیر تم ځایونه د ۲۰۱۵ کال کی تر بریدونو وروسته ساتل کیږي. ښايي په راتلونکې کی به د دې ډول بریدونو د مخنیوي لپاره له تخنالوژیو کار واخیستل شي — موټر به په داسې سیستمونو سنبال کړي چی په اتوماتیکه توګه په په هغه صورت کی دریږي، که چیرې چلوونکۍ د ټکر د خطر په هکله غبرګون نه ښيي. د رسنیو د معلوماتو سره سم، هغه باروړونکۍ موټر چی په هغو سره په برلین کی د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په میاشت کی تروریستي عمل تر سره شوی وو، په داسې سیستم سنبال وو او همدې کار د زیات شمیر تلفاتو مخه ونیوله. په ۲۰۱۲ کال کی اروپايي اتحادیې داسې قواعد تصویب کړل چی د هغوی سره سم ټول درانده موټرونه د اتوماتیکو دریدو په سیستم په حتمی توګه سنبالیږي.