د اسرییلو جنګ وزیر ویلي چې ایران خطرناک هیواد دی

د اسراییلو د جنګ وزیر آویګدور لیبرمن ویلي دي چې ایران د دوی لپاره یو ګواښ دی.
نوموړي د فیسبوک پر یوه شخصي پاڼه ویلي دي چې ایران د تل ابیب لپاره خطرناک دی، لیبر من زیاته کړې ده چې دوی د حماس لپاره پر یوه نوي سیاست کار کوي خو ایران د حماس اسلامي غورځنګ څخه ملاتړ کوي او همدارنګه د لبنان حزب الله یې هم په لاس کې دی.
نوموړي څرګنده کړې چې د اسراییلو لپاره تهدیدونه په ایران کې کښل کیږي.
آویګدور د ایران اتومي پروګرام یو لوی ګواښ بللی دی او دغه هیواد یې د یو ترهګر هیواد په توګه یاد کړ چې نه یوازې د اسراییلو لپاره بلکه د ټولې نړۍ لپاره یو ګواښ دی.
نوموړي زیاته کړې چې د ده په وینا ترهګرې ډلې د ایران له ملاتړ پرته نشي کولی مقاومت وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په غزه کې د حماس د یوه قوماندان جسد وموندل شو چې ګومان کیږي د اسراییلو له خوا ترور شوی وي.