بلاروسي پولیسو د بشري حقونو د ملاتړ کوونکې ډلې دفترونه وتړل

 د بلاروس پولیسو په پلازمېنه مېنسک کې د بشري حقونو د یوې ملاتړ کوونکې ډلې پر دفترونو یرغل وروړ او ویې ‌تړل.
د دې هېواد ځانګړو پولیسو د شنبې په ورځ سلګونه تنه مېنسک کې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا حکومت پر ضد د اعتراضي لاریونونو له امله ونیول او زیات شمېر کسان‌ یې ووهل.
په بلاروس کې د ویاسنا په نوم د بشري حقونو د څارنې یوه غیر حکومتي سازمان غړې تاتیانا ریویاکو خبریالانو ته ویلي چې تر ۴۰۰ زیات لاریونوال مېنسک کې پولیسو نیولي دي.
د هغې په وینا، په نیول شوو کسانو کې زیات شمېر خلک پولیسو ووهل، ويې ‌ټکول او یو شمېر کسان دومره ژوبل شوي چې بېړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.
دې سازمان پر خپله وېب‎پاڼه کې لیکلي چې پولیس د دوی دفترونو ته ورننوتلي، تلاشي یې کړې او تړلي یې دي.
د دې غیر حکومتي سازمان په حواله، لږ تر لږه ۵۷ تنه چې بهرني څارونکي هم په‎ کې شاملېږي نیول شوي او د پولیسو مأموریت ته بیول شوي دي.
د دې سازمان یوې بلې غړې او د بلاروس حکومت مخالفې فعالې یولیاستیپانووا پر فېسبوک لیکلي چې پولیسو یو شمېر نیول شوي خلک بېرته خوشې کړې دي.
د بلاروس پولیسو همدارنګه مېنسک کې لسګونه وګړي چې له حکومت سره د مخالفت تر ګومان لاندې وو، نیولي دي.
د مېنسک بېلابېلو سیمو کې سلګونه تنو پرون د هغه هېواد د ازادۍ ورځې په مناسبت په لاریونونو کې برخه اخیستې ده. هغوی د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پر ضد شعارونه وکول: "وشرمېږئ" او "فاشیستانو" نارې یې وهلې.
د بلاروس پولیسو پرون د مېنسک ښار مرکزي سیمو ته چې د مخالف لوري پلویانو اعتراضي غونډه کړې وه، تللې لارې تړلې وې.
د بلاروس چارواکو د مارچ په ۲۴مه د لاریون سمبالوونکو ته خبر ورکړی و، چې د ښار مرکزي سیمو کې لاریونونه او غونډې و نه کړي او له هغوی یې غوښتنه کړې وه چې د ښار څنډو ته ولاړ شي.
په بلاروس کې د ازادۍ ورځ هر کال د "خلکو جمهوریت" د جوړېدو په مناسبت نمانځل کېږي چې په ۱۹۱۸ مېلادي کې تر یوه کال کم وخت‌يې دوام وکړ.
معترضین د حکومت پر هغې تګلارې هم نیوکه کوي چې پر وزګارو کسانو یې مالیه لګولې ده.
سره له‎دې چې د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا ویلي چې دا پلان به تر ۲۰۱۸ میلادي کاله وځنډوي، خو معترضینو بیا هم خپل اعتراضي لاریونونه جاري ساتلي دي.
په بلاروس کې د بشري حقونو د څارنې ادارې، ویاسنا په وینا، لږ تر لږه ۱۳۰ بشري فعالان چې د حکومت د مالیې د پلان پر ضد یې اعتراض کړی و، نیول شوي او تر ۱۵ ورځو پورې زنداني شوي دي.
امریکا او اروپايي ټولنې بلاروس کې د لاریون په وړاندې د الکساندر لوکاشینکا حکومت پر چلند سخته نیوکه کړې ده.