
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، هېواد یې ممکن په دې اړه ټولپوښتنه وکړي چې ایا ترکیه په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب لپاره هلو ځلو ته دوام ورکړي او که نه؟
اردوغان ویلي، که پرېکړه وشوه چې د خلکو نظر واخیستل شي، دا کار به د نظام د بدلون په اړه د راتلونکې اپرېل له ټولپوښتنې وروسته وشي. د اپرېل میاشتې د ټولپوښتنې له کبله ښايي د اردوغان واکونه ډېر شي.
د ترکيې ولسمشر په انتالیا جنوبي ښار کې یوې غونډې ته وویل: "اوس موږ د اساسي قانون په اړه د اپرېل پر ۱۶مه ټولپوښتنه کوو. له هغې وروسته به موږ په اروپايي ټولنه کې د غړيتوب لپاره د مذاکرو په باب بله ټولپوښتنه وکړو او موږ به د هرې هغې پرېکړې درناوى وکړو چې زموږ خلک يې کوي."
ترکیې په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب لپاره خبرې په ۲۰۰۵ میلادي کال پیل کړې خو د وېشل شوي قبرس د لانجې او د بشري حقونو په شمول پر ګڼو موضوعاتو د اختلاف له کبله خبرو نتیجه نه ده ورکړې.