د سپوږمۍ تر ځمکې لاندې لوی تونلونه کشف شوي دي

جاپانی پوهان په سپوږمۍ کې تر ځمکې لاندې د لویو تونلونو په کشفولو بریالي شوي دي.
دغه کشف ديوې کندې د مطالعي په وخت کې تر سره شوی چې په ۲۰۰۹ کال کې لیدل شوې وه. دامطلب سپوتنیک د Rambler news له قوله ورکوي. د ورستیو معلوماتو له مخې د جاپانی د ستګاه «کاگویا»په واسطه تر لاس شوي ویل کیږي چې دغه تونلونه څو کیلومتره اوږدوالی لري. د څیړونکو په وینا په سپوږمۍ کې ژور تونلونه کيدای شي په دغه سیاره کې د لومړۍ بشر د استوګني د یوه بنسټ په هکله حکايت وکړي. تونلونه کولای سي افراد د وړانګو او تودوخې څخه خوندې کړي. مخکې راپور ورکړل شوی وو چې د امریکا متحده ایالاتو ¬بېرغ، چې په 1971 کال امریکائي کیانورد ډیویډ سکاټ په سپوږمۍ کې ورپاوه، لیلام ته وړاندې کیږي.