
د ترکیې د کډوالۍ ادارې عمومي رییس په ناقانونه ډول ترکیې ته د افغانانو د تګ او په لاره کې د دوې زیانونو او تلفاتو ته په اندیښنې سره وویل چې افغانان باید د ناقانونه کډوالۍ پر ځای په قانوني ډول ترکیې ته ولاړ شي او مونږ به په دې برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړو.
د ترکیې دولت د کډوالۍ د ادارې عمومي رییس چې د یو پلاوي په مشرۍ یې کابل ته سفر کړی نن یکشنبه د وري په ۶ د کډوالو او راستنیدونکو چارو له وزیر سره په کتنه کې د کډوالۍ د ګډ مدیریت لپاره د یوه هوکړه لیک پر لاسلیکولو هوکړه وکړه.
په هغه ناسته کې چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه د ترکیې دولت د کډوالۍ د ادارې عمومي رییس آتیلا توروز ، د دغې ادارې مرستیال او په کابل کې د ترکیې سفیر علي سید آکین ګډون درلود او دواړو لوریو ترکیې ته په ناقانونه ډول د افغانانو د تګ د مخنیوي او د قانوني کډوالۍ پر لارو چارو خبرې وکړې.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د ترکیې له کوربتوب او د افغان کډوالو سره د دغه هیواد د نیک چلند څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې د کډوالۍ پدیده د داوړو هیوادو ترمنځ ګډ مدیریت ته اړتیا لري او په دې اړه باید کوربه هیوادونه ، مبدا او
ترانزیټ هیوادونه او همدارنګه نړیوالې ادارې په ګډه کار وکړي.
د کډوالو وزیر وویل ترکیه د کډوالۍ د ترانزیټ او مقصد هیواد په توګه افغانستان لپاره ډیر مهم دی نوموړي هیله څرګنده کړه چې ترکیه دې د افغان کډوالو د ترانزیت په توګه وکارول شي نه د ا چې د افغانانو د اجباري ایستلو په یو هیواد بدل شي.
هغه له ترکیې سره د کډوالۍ د ګډ مدیریت په برخه کې د افغان دولت د مذاکراتو د چمتووالي په اړه خبر وکړ او د یوې مشخصې آجندا غوښتنه یې وکړه.
وروسته بیا د ترکیې د کډوالۍ ادارې عمومي رییس آتیلا توروز په ناقانونه ډول ترکیې ته د افغانانو د تګ او په لاره کې د دوې زیانونو او تلفاتو ته په اندیښنې سره وویل چې افغانان باید د ناقانونه کډوالۍ پر ځای په قانوني ډول ترکیې ته ولاړ شي او مونږ به په دې برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړو.
د ناستې په پایله کې د دواړو لوریو ترمنځ د همکاریو په اړه د یو ګډ تخنیکي ټیم پر جوړلو هوکړه وشوه.