
د سوریې دولت اسراییلو ته ګواښ کړی دی چې د سکاډ توغندیو بریدونه به پرې وکړي.
د بشار اسد دولت دا ګواښ پر سوریه د اسراییلو د هوايي بریدونو په ځواب کې تر سره شوی دی.
د یادولو ده چې څه مود مخکې اسراییلي الوتکو پر سوریه هوایي بریدونه وکړل چې یوه یې د سوریې دولت له خوا نسکوره شوه او نورې ېې وتښتیدلې.
سوریې ویلي دي چې که بل ځل اسراییل پر سوریه د برید جرات وکړي نو دوی به د اسراییلو حافیه بندر او پطرو کیمیا فابریکه تر توغندیزو بریدونو لاندې راولي.