
د سعودي عربستان چارواکو منلې چې د لندن د چهارشنبې ورځ د خونړي برید تر سره کوونکي له ۲۰۰۵ - ۲۰۰۹ کلونو په منځ کې د دوو کلونو لپاره په سعودي عربستان کې د انګلیسي ژبې د ښوونکي په توګه اوسېدلی دی.
په لندن کې د عربستان سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې منلي چې خالد مسعود د ۲۰۰۵ کاله له نومبره د ۲۰۰۶ کال تر نومبره او د ۲۰۰۸ کاله له اپرېله د ۲۰۰۹ کال تر اپرېله د کار په ویزه په عربستان کې اوسېدلی او یوځل یې په ۲۰۱۵ کال کې هم دغه هېواد ته شپږ ورځنی سفر کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي مسعود په عربستان کې کوم ناقانونه کار نه دی کړی، نو ځکه پولیسو هم نه دی څارلی.
خالد مسعود تېره چهارشنبه د مارچ په ۲۲مه د برېټانیا د پارلمان مخې ته لسګونه کسان په موټر ټپیان او د پولیسو یو افسر یې په چاقو وواژه چې بالاخره دی هم د پارلمان د ساتونکو پولیسو پر ډزو ووژل شو.
په یاده پېښه کې د یوه پولیس په ګډون څلور کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.
پولیسو څو کسان نیولي چې د خالد مسعود د تر سره کړي برید د انګېزې په تړاو ترې پوښتنې ګروېږنې وکړي.
د برېټانیا د پولیسو په خبره، د یوولسو نیول شوو کسانو له ډلې یې اووه بې له قید او شرطه خوشي شوي دي، خو له دوو نورو یې پلټنې روانې دي.
د دوی په خبره د خالد مسعود د اړیکو په تور دوه نیول شوې مېرمنې یې د روانې مارچ میاشتې تر پایه په ضمانت خوشې کړې دي.
له دغو نیونو او پلټنو برېټانوي پولیس غواړي معلومه کړي چې خالد مسعود برید په یوازې تر سره کړی او نور ملګري یې هم لرل.