
د روغتیايي بیمې په اړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لایحه چې کانګریس ته د تصویب لپاره وړاندې شوې وه، د استازو ملاتړ ترلاسه نه شوای کړی او په پایله کې هوکړه وشوه چې یاده لایحه باید له اجنډا و اېستل شي.
د یادې لایحې په تصویبېدو کې د ولسمشر ډونلډ پاتې راتلل، د هغه لپاره ستره ماته ګڼل کېږي.
ښاغلي ټرمپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، د روغتيايي بیمې د سمونې هڅې یې پای ته ورسېدې، خو له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې یې د نوې لایحې د نه تصویبېدو پړه پر ډیموکراتانو ور اچولې ده.
د امریکا د کنګرې د دواړو جرګو مشري له جمهوري غوښتونکو سره ده.
ښاغلي ټرمپ د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې د ولسشمر بارک اوباما روغتيايي بیمه لغوه کوي.
د رپوټونو له مخې له ۲۷ تر ۳۵ جمهوري غوښتونکي وکیلان د ډونلډ ټرمپ پر خبرداري سربېره له یادې لایحې سره مخالف و. یو شمېر یې د بیمه شوو د شته روغتيايي پوښښ له لاسه ور کولو ته اندېښمن وو او ځینې نورو یې بیا ویل د ټرمپ د روغتيايي بیمې لایحه د بارک اوباما له هغې سره چندان توپیر نه لري.
ښاغلي ټرمپ په ښکاره جمهوري غوښتونکو ته خبرداری ور کړی و، که یې طرحې ته رایه ور نه کړي، نو ټول عمر به د اوباما له روغتيايي بیمې سره ژوند تېر کړي.
د پخواني ولسمشر بارک اوباما روغتيايي بیمه د (اوباما کېیر) په نامه یادوي چې په ۲۰۱۰ کال تصویب شوې ده.
په کانګریس یا ولسي جرګه کې د ډیموکراتانو مشرې نانسي پلوسي د ډونلډ ټرمپ د روغتيايي لایحې ردېدنه د امریکا د خلکو لپاره (بریالیتوب) او د خپل هېواد لپاره (ستره ورځ) وبلله.
مېرمن پلوسي اوه کاله وړاندې هم د ډیموکراټانو مشره وه چې د اوباما روغتيايي بیمه (اوباما کېیر) تصویب شوې وه.
د وروستۍ نظرپوښتنې له مخې، یوازې ۱۷ سلنه امریکايان د ټرمپ د نوې طرحې ملاتړي وو.
ښاغلي ټرمپ تر یادو تحولاتو وروسته وویل: " اوباماکېیر به تر یوه وخته پلې شي، خو که "ډیموکرتان متمدنه او یو موټی شوي وای" نو دواړه ګوندونو په ګډه کولای شول د روغتيايي بیمې غوره لایحه جوړه کړي. "
نوموړي زیاته کړه، شونې ده جمهوري غوښتونکي خپل پام پر مالیاتي سمونو ور ټول کړي.
د امریکا د ولسي جرګې مشر او د اوباما د روغتيايي بیمې د بدلون سرسختي ملاتړي پل رایان په یوه خبري غونډه کې وویل: " نن خپل هدف ته ډېر نږدې شوي وو، خو بالاخره پاتې راغلو او اوس د بارک اوباما له روغتيايي بیمې ملاتړ کوو. "
نوموړي زیاته کړه، نه غواړم دا قضیه ظاهراً ښه وګڼم، نن زموږ لپاره مایوسوونکې ورځ وه، د سترو کارونو تر سره کولو سخت وي.