پنټاګون: په افغانستان کې مو د

په هغه خبرپاڼه کې، چې  د امریکا د دفاع وزارت خپره کړې ده راغلي دي، چې د  "القاعده" یو لوړپوړی جنګ سالار  قاري ياسين، کوم چې په ۲۰۰۹ ل کال کې په هغه بس، چې د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډله روانه وه حمله کړې وه، په افغانستان کې د امریکا د هوايي بريد په پایله کې له منځه وړی دی.
وزارت په ډاګه کوي، چې د مارچ په ۱۹ مه نیټه یې د هوايي برید په ترځ کې د "القاعده" هغه جنګ سالار، چې په لسهاوو بې ګناه خلک، د دوو امریکایي سرتیرو په ګډون وژلي وو، له منځه وړی دی. د یاسین وژنه دا ثبوتوي، چې ټول هغه  ترهګر، چې اسلام مقدس دین بدنامه کوي او په خپلو کړنو او د بې ګناه خلکو په وژلو سره د خلکو په زړونو کې د اسلام نه نفرت پیدا کوي، هر چیرته که وي هم، موږ به یې له منځه وړو.
نوموړی وزارت په ډاګه کوي، چې د ۲۰۰۹ل کال د بس په حمله کې ۶ پاکستاني پوليس او دوه ملکي وګړي وژل شوي وو او همدا ډول د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې ۶ تنه ټپیان شوي وو. 
په پای کې د یادولو وړ ده، چې یاسین د پاکستان د پنجاب ولايت اوسیدونکی و او د همدغې ځای چارواکو د نوموړي په سر ۲ میلیونه کلدارې انعام ټاکلی وو.