پاکستان: د افغانستان او پاکستان ترمنځ دیوال پورته کوو

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید بجوا ویلي له هوایي منظمې څارنې سربیره تخنیکي وسایلو څارنه هم پر پوله باندې ور زیاتیږي او هرهغه څه به کوي چې د هیواد د دفاع لپاره یې ګټور وي.
بجوا په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیورنډ پوله کې یې د سیمې دیوالونو د لګولو کار پیل کړی دی.
په دې اعلامیه کې د پاکستاني پوځ له خوا خپره شوې راغلي چې دې کار لپاره د باجوړ او مهمند ایجنسۍ سیمو ته چې ډیر ګواښوونکي دي، لومړيتوب ورکوي.
بجوا ویلي له هوایي منظمې څارنې سربیره تخنیکي وسایلو څارنه هم پر پوله باندې ور زیاتیږي او هرهغه څه به کوي چې د هیواد د دفاع لپاره یې ګټور وي.
د پوځ مشر ویلي وایي هڅه به وکړي چې له افغان چارواکو سره یو دو اړخیز امنیتي مکانیزم بشپړ کړي.
ده خپله د اورکزۍ اومهمند ایجنسیو څخه لیدنه کړې او د پولې د تنظیم په اړه یې سپارښتنې کړي دي.
پاکستان ادعا کوي چې پر دغه هیواد باندې د وروستیو بریدونو عاملین په افغانستان کې اوسیږي، نو له همدې وجې ادعا کوي چې په دې کار سره غواړي پاکستان ته د ترهګرو د ورتګ مخه ونیسي.