اردوغان: ایران نژاد پرستانه سیاست پر مخ وړي

د ترکیې ولسمشر پر ایران نیوکه وکړه چې په عراق کې یې نژاد پرستانه سیاست په لاره اچولی دی.
نوموړي چې د ترکیې او انګلستان په کلنۍ غونډه کې یې خبرې کولي ویلي دي چې ایران په عراق کې قومي او نژادي تعصباتو ته لمن وهي.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې وویل چې په لندن کې وروستۍ برید د دې ښکارندویي کوي چې تروریزم پوله نه لري او ترهګر هیڅ ډول اصولو او اخلاقو ته نه دي ژمن.
نوموړي وویل چې په ترکیه کې به د اساسي قانون د تغیر لپاره د ټولپوښتنې وروسته له اروپایي ټولنې سره د ترکیې د یوځای کیدلو په اړه هم ټولپوښتنه تر سره شي.
نوموړي وویل چې د ځینو اروپایي هیوادونو له دښمنۍ ډکو کړنو پر وړاندې د دوی صبر حد لري او د خپل هیواد د دیپلوماتانو توهین نه شي زغملی.
اردوغان زیاته کړه: تر څو چې ارپایي رهبران نوموړي ته د دیکتاتور خطاب کوي دی به یې هم فاشیستان بولي.